د کندهار کښته مېوند ولسوالی کې ۲۵۰۰ بزګران وروزل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۳ - ۱۰:۲۱
د کندهار کښته مېوند ولسوالی کې ۲۵۰۰ بزګران وروزل شول

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکټېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د کښته مېوند ولسوالی ۲۵۰۰ بزګرانو ته څلور ورځنۍ روزنیز پروګرام په لاره اچول شوې وه.
دغو بزګرو ته د غنمو د کرنې لپاره د ځمکې جوړول، د تخم کرل، اوبه لګول، د هرزه وښو او ناروغیو مخه نیول، د حاصلاتو راټولول او نور اړین معلومات د مسلکي کسانو لخوا ورکول کېږي.
د دې روزنې موخه د بزګرانو د کرنې کیفیت لوړول، د پرمختللو میتودونو څخه ګټه اخیستل، له کمو مځکو څخه د لوړو حاصلاتو ترلاسه کول، د کښت حاصلاتو زیاتول، د کیمیاوي سرو مناسب استعمال، او د آفتونو او ناروغیو په وړاندې مبارزه کول ښودل شوي دي.
یاده دې وي، چې دغو روزل شویو بزګرانو ته یوه اوونۍ مخکې د اصلاح شویو غنمو تخمونه او کیمیاوي سرې هم وېشل شوې وې، ترڅو د روان کال لپاره کرنه په اغېزمنه توګه ترسره کړي.
باید وویل شي، چې تر دې وړاندې د کندهار د غورک، ژړۍ او معروف ولسوالیو کې هم زرګونه بزګرانو ته د غنمو کرنې، کیمیاوي سرې مناسب استعمال او دې ته ورته برخو کې روزنه ورکړل شوې وه.
د دې روزنې موخه د بزګرانو د کرنې کیفیت لوړول، د حاصلاتو زیاتول، د کیمیاوي سرو مناسب استعمال، او د کرنیزو آفتونو او ناروغیو پر ضد مبارزه وه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۹:۱۶
Background image

ننګرهار کې لسګونو بزګرانو سره د جوارو اصلاح شوي تخمونواو کرنیزو وسایلو مرسته وشوه

۲۹ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۲ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ډنمارک د کډوالو ادارې (ډي،آر،سي) په همکارۍ اچین، سپین غر او هسکي مېني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۹:۱۲
Background image

د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو په برخه کې د مرستو راجلبولو غونډه دایره شوه

د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو په برخه کې د مرستو راجلبولو او  نړۍوالو بنسټونو سره د همغږۍ په موخه، د کرنې او مالدارۍ مرستیال او د کرنې وزارت سرپرست مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، په کابل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۹:۵۲
Background image

د روسیې ۲۰۲۵ اقتصادي کنفرانس کې د افغانستان اسلامي امارت د پلاوي ګډون


۲۸ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۱ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د اسلامي امارت له یوه لوړپوړي پلاوي سره، د روسیې د ۲۰۲۵ اقتصادي کنفرانس او. . .

بازگشت