د کرنې وزیر د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مرستیال سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۹:۱۸
د کرنې وزیر د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مرستیال سره وکتل

۸ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاالله عمري، د خپل کار په دفتر کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مرستیال محمد یونس مومند سره وکتل.
په دې لیدنه کې د سوداګرو او پانګه‌والو لپاره د ځمکې د اجارې او وېش په برخه کې د اسانتیاوې، او همدارنګه د کرنې او مالدارۍ د محصولاتو د صادراتو او وارداتو په اړه خبرې اترې وشوې. د کرنې وزیر اړوندو برخو ته لارښوونه وکړه، چې د سوداګرو او پانګه‌والو د چارو د اسانتیا لپاره بشپړه همکاري وکړي.
سربېره پر دې، په دې ناسته کې د کرنې وزارت یو شمېر رییسانو او د بېلابېلو ولایتونو مشرانو هم ګډون کړی و، چې خپل وړاندیزونه او ستونزې یې وړاندې کړل. د کرنې وزیر د یادو ستونزو د حل لپاره اړینې لارښوونې ورکړې.
دیدار وزیر زراعت با معاون اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان
۸ جدی ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با محمدیونس مومند، معاون اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان، در دفتر کارش دیدار کرد.
در این دیدار، در خصوص تسهیلات برای تاجران و سرمایه‌گذاران در زمینه اجاره و توزیع زمین و همچنین صادرات و واردات محصولات زراعتی و مالداری بحث و گفتگو شد. وزیر زراعت به بخش‌های مربوطه هدایت داد تا برای تسهیل امور تاجران و سرمایه‌گذاران همکاری کامل داشته باشند.
علاوه بر این، تعدادی از روسای وزارت زراعت و بزرگان از ولایات مختلف نیز در این جلسه حضور داشتند و پیشنهادات و مشکلات خود را مطرح کردند. وزیر زراعت به حل مشکلات مطرح‌شده دستورهای لازم را صادر کرد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۹:۵۲
Background image

د روسیې ۲۰۲۵ اقتصادي کنفرانس کې د افغانستان اسلامي امارت د پلاوي ګډون


۲۸ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۱ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د اسلامي امارت له یوه لوړپوړي پلاوي سره، د روسیې د ۲۰۲۵ اقتصادي کنفرانس او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۶:۴
Background image

بلخ ولسوالی کې د طاعون ناروغۍ د مخنیوي په موخه یوشمېر څاروي واکسین شوه

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۱ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د بلخ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا، د بلخ د مسلکي پارا وټرانو په تخنیکي همکارۍ او د مالدارۍ آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۵:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال د چین هېواد له پلاوي سره وکتل

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۱ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې او مالدارۍ مرستیال او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي صدراعظم عثماني، د چین د سفارت له اقتصادي او سوداګریز سلاکار. . .

بازگشت