د هلمند نهرسراج کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرې وېش لړۍ پيل شوه 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۹:۵۴
د هلمند نهرسراج کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرې وېش لړۍ پيل شوه 

د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د خوړو نړۍوال پروګرام او نړۍوال بانک په مالي او د «جک» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت دنهرسراج ولسوالی د ۳۵۰۰کروندګرو د سروې چارې پیل شوې.
دیادې پروسې په لړ کې د یادې ولسوالی ۳۵۰۰ بزګران د یوې رڼې سروې له مخې به د مستحقینو په لیست کې شامل او پر دوی به د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شي.
د یادو مستحقو کروندګرو د سروې او انتخاب چارې په اړونده ولسوالیو کې د ګډې کمیټې لخوا چې په ترکیب کې یې د ولسوالی، کرنې، امنیې قوماندانۍ او استخباراتو  استازي شامل دي ترسره کېږي.
په دغه پروسه کې هغه بزګران چې د ٢ څخه تر ٥ جریبه ځمکه ولري، اقتصادي وضعیت یې کمزوری وي، د تخم او کیمیاوې سرې د پیرلو توانایي نلري مستحق پېژندل کېږي، تر سروې وروسته هر کروندګر ته ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلو سپینه او ۵۰ کیلو توره سره ورکول کېږي، ترڅو یاد بزګر پر وخت دغه تخمونه ترلاسه کړي او راروان دغنمو فصل ته ورته بشپړ چمتوالی ولري.
د دغو مرستو موخه په یاده ولسوالی کې د اصلاح شویو تخمونو دودول، د بزګرو او ځمکوالو ملاتړ او له کمو ځمکو څخه د لوړو حاصلاتو ترلاسه کول دي.
دیادوني وړ ده، چې دغه پروسه په نورو ولسوالیو کي هم روانه ده چې زرګونه بزګران به له دغو مرستو برخمن شي.
د یادونې وړ ده، چې د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د نړۍوال بانک او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د افغانانو د پوهې کچې لوړولو یا جک مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د مرکز لښکرګاه په ګډون په ۱۸ ولسوالیو کې پر ۵۵ زره د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۱:۸
Background image

کندهار کې د چرګانو فارمونو لپاره شپږ ټولنې جوړې او رسماً یې چارې پیل کړې

۱۶ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د رهبرۍ او د مالدارۍ آمریت په تخنیکي همکارۍ د چرګانو فارمونو، دانې، جوزي، بیې تنظیم او ورته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۱:۷
Background image

لوګر کې د کروندو حاصلاتو کې د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ زیاتوالی راغلی دی

۱۶ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د لوګر ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست، مسؤلین وایي، چې د تېرو کلونو په پرتله، لوګر کې د کروندګرو او بڼوالو په حاصلاتو کې د پام وړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۱:۷
Background image

د هلمند باباجي ولسوالی کې سلګونو څارویو ته د درملنې کمپاین تر سره شو

۱۶ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت د باباجي ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې سلګونه څارویو د عامه روغتیا د. . .

بازگشت