اروزګان کې یوشمېر حیواني درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۹ - ۹:۵۸
اروزګان کې یوشمېر حیواني درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه

د اروزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت مسلکي کارکوونکو لخوا  په دې ولایت کې یو شمېر حیواني درملتونونه او حیواني کلینیکونه وڅارل شول.
د یادې څارنې په ترڅ کې اړونده درمل پلورونکو ته سپارښتنې وشوې، چې د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو له پېر-پلور څخه ډډه وکړي، د درملتونونو ، کلینیکونو او وترنریو پاکوالي ته پاملرنه و او د کرنې وزارت د قوانینو پر اساس د درملتونونو جوازونه نوي کړي.
دغه راز ددې څارنې په ترڅ کې هغه هټۍ هم وتړل شول، چې د کار او فعالیت جوازونه یې نه درلود. 
د دغې څارنې او ارزونې څخه موخه داده ترڅو د بې کيفيته او تاريخ تېرو  درملو د پلور مخه ونیول شي،  په خپل سر ددرمل پلورنځیو پرانستلو او د غير قانونې درملو مخنيوي وشي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۵:۱۵
Background image

دلغمان د کرنې رییس د کرنې وزارت د کرنیزو تخمونو د تصدیق کولو رییس سره وکتل

۲۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
دلغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس ا مولوي عبدالستار محمد د خپل کار په دفتر کې د کرنې وزارت د کرنیزو تخمونو د تصدیق کولو رییس مولوي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۲:۳۱
Background image

کرنې وزارت کې د سروي کدستر بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه

۲۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست په چوکاټ کې د سروي کدستر اړوندو«ان.ټي.اې» بستونو لپاره ازموینه ترسره شوه.
په دې ازموینه کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۹:۵۷
Background image

خوست کې د غنمو ننداریزو کروندو لپاره اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۲۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د کرنیزو چارو عمومي مدیریت د غنمو د حاصلاتو د لوړولو او د معیاري. . .

بازگشت