د عشر او زکات ټولولو لوی رییس دفراه ولایت له والي سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۱۳:۴۷
د عشر او زکات ټولولو لوی رییس دفراه ولایت له والي سره وکتل

۳ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دعشر او زکات راټولولو لوی رییس مولوي محب الله انعام د عشر او زکات راټولولو په برخه کې د سیمه ییزو چارواکو د همکارۍ د ترلاسه کولو په موخه فراه ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ددې ولایت له والي مولوی غوث الدین رهبر سره په کتنه کې د عشر او زکات ټولولو په پرخه کې د ستونزو او ننګونو پر هوارولو خبرې اترې وکړې.
د کرنې وزارت دعشر او زکات راټولولو لوی رییس مولوي محب الله انعام د فراه والي او سیمه ییزو چارواکو څخه وغښتل، چې د عشر او زکات د راټولولو په برخه کې دې د دې ریاست له سیمه ییزو کارکوونکو سره مرستې او همکاري وکړي.
په همدې حال کې، د فراه ولایت والي مولوی غوث الدین رهبر دکرنې وزارت دعشر او زکات راټولولو لوی رییس مولوي محب الله انعام ته په یاده برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
د کرنې وزارت د عشر او زکات ټولولو لوی رييس د کرنې وزير مولوي عطاء الله عمري په لارښوونه د دغه رياست د کارکوونکو د يوه پلاوي په مشرۍ فراه ولايت ته سفر کړی دی.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۵:۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د کوچیانو چارو د سمون لوی ریاست له چارواکو سره وکتل

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې او مالدارۍ مرستیال او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوی صدراعظم عثماني، د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۴:۵۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د بهیر د ارزونې په پار غونډه دایره شوه

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالداۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د کرنې وزارت د مرکزي رییسانو او مسؤلینو په ګډون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۲:۷
Background image

پکتیکا کې د جوارو ۴۰ ننداریزې کروندې جوړې شوي

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د کرنیزو فعالیتونو د پراختیا په موخه، د جوارو ۴۰ ننداریزو کروندو جوړولو لپاره دیاد. . .

بازگشت