د کندز امام صاحب ولسوالۍ ته د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال سفر

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۱۲:۴۹
د کندز امام صاحب ولسوالۍ ته د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال سفر

۲ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۲ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د کندز ولایت امام صاحب ولسوالۍ ته ولاړ او د دغې ولسوالۍ د کرنې ریاست له کارکوونکو سره یې وکتل.
په دې سفر کې د کندز ولایت د کرنې  رییس مولوي امان الله حسن هم د کرنې او مالدارۍ مرستیال ملتیا کوله او د دغې کتنې په ترڅ کې د امام صاحب ولسوالۍ د کرنې ادارې کارکوونکو د خپلو فعالیتونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
ورپسې د کرنې او مالدارۍ مرستیال خبرې وکړې او کندز ولایت ته یې د خپل سفر موخه څرګنده کړه او ویې ویل: «موږ دغه ولایت ته د کرنې او مالدارۍ د وضعیت د ارزونې په موخه سفر کړی، کندز د افغانستان یو له حاصلخیزو ولایتونو څخه دی، چې ډېرې ځمکې او اوبه لري، بايد کار وشي، د دغه ولايت کرنه، مالدارۍ او بڼوالۍ ته وده ورکړل شي. ا.ا.اخپله هڅه کوي، چې د شته امکاناتو مطابق کار وکړي، تاڅو هم هلې ځلې وکړئ، چې د کرنې نوې لارې چارې ترویج او بزګرانو او بڼوالو ته یې ورزده کړئ».
ښاغلی عثماني دغه راز د کندز دکرنې ریاست د کړنو ستاینه وکړه.
په همدې حال کې دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال د تاجکستان په پوله د شیرخان بندر د قرنطین له مدیریت څخه هم لیدنه وکړه او مراجعینو لپاره د طرزالعملونو، لوایحو او قرنطین قوانینو له مخې د خدمتونو د وړاندې کولو پر ښه والي ټینګار وکړ.
دغه راز يې د يادې ولسوالۍ له کروندګرو اومالدارانو سره هم جلا ليدنه وکړه او دوی خپلې ستونزې ورسره شريکې کړې.

سفر معین زراعت و مالداری وزارت زراعت به ولسوالی امام صاحب ولایت کندز
۲ ثور ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت در جریان سفر به ولایت کندز به ولسوالی امام صاحب ولایت کندز  رفته و با کارمندان بخش زراعت آن ولسوالی دیدار نمود.
در این سفر مولوی امان الله حسن رئیس زراعت ولایت کندز نیز ایشان را همراهی می‌کرد و طی این دیدار کارمندان اداره زراعت ولسوالی امام صاحب معلومات مفصل پیرامون فعالیت‌های شان ارائه نمودند.
متعاقبآ معین زراعت و مالداری به ایراد سخن پرداخته هدف سفرش را به ولایت کندز بیان داشت و گفت:" به منظور بررسی از وضعیت زراعت و مالداری به این ولایت سفر نموده‌ایم، کندز از ولایت‌های حاصل‌خیز افغانستان است که دارای زمین‌ و آب فراوان می‌باشد، نیاز است کار صورت گیرد، زراعت، مالداری و باغداری این ولایت پیشرفت داده شود، ا.ا.ا در حد توان تلاش خود را می‌کند تا با توجه به امکانات موجود کار نماید، شما هم کوشش کنید با مردم، مالدارن و باغداران و دهقانان روش‌های زراعتی نوین را ترویج و آموزش دهید، همچنان از کارکردهای ریاست زراعت کندز تقدیر نمود".
در ادامه از اجراات کاری مدیریت قرنطین شیرخان بندر در سرحد تاجیکستان دیدن نمود و روی بهبود عرضه خدمات مطابق طرزالعمل، لوایح و قوانین قرنطین برای مراجعین تاکید نمود.
همچنان دیدار جداگانه با دهقانان و مالداران آن ولسوالی داشتند و مشکلات شان را شریک نمودند.

تازه ترین اخبار

جمعه ۱۴۰۴/۹/۷ - ۱۲:۱۸
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د روسیې د کرنې له وزیر سره وکتل

٧ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش

٧ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
 د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري، چې د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د روسیې هېواد مسکو ښار ته. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۷ - ۱۲:۱۵
Background image

د کرنې وزارت لخوا د افغانستان برېښنا شرکت ته ځمکه ولېږدول شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعيد او د افغانستان برېښنا شرکت د مالي رييس مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۳:۳۱
Background image

پکتیکا کې د ځنګلونو د بیا رغونې په پار د چهارمغزو او سرسبزۍ پروژه عملي کېږي


۶ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د پکتیکا ولایت د کرنې ریاست د قدرتي سرچینو آمریت لپاره د ځنګلونو د بیا رغونې په موخه د. . .

بازگشت