۲۵ ولایتونو کې پر ۵۰۰ کروندګرو د غنمو اصلاح شویو تخمونو وېش

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۱ - ۱۰:۵۸
۲۵ ولایتونو کې پر ۵۰۰ کروندګرو د غنمو اصلاح شویو تخمونو وېش

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ترکیې د همکاریو او همغږۍ اژانس (ټیکا) په همکارۍ د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې پر ۵۰۰ بزګرانو  د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشي.
د یو پروګرام په ترڅ کې، د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني، د کرنی تحقیقات عمومی رییس، جنک اونال د ترکیې سفیر، د ټیکا موسسې مشر فاضل اکین ارودغان او د ترکیې د بشرپالو مرستو د بنسټ رییس مجاهد قلچ  او د کرنی وزارت یو شمیر رییسانو په شتون کې، کرنې وزارت ته د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرد د سپارلو بهیر پیل شو.
په دې پروګرام کې د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني، د ترکیې هېواد او د ترکیې د همکاریو او همغږۍ اژانس (ټیکا)  له همکاریو مننه وکړه چې له افغانانو سره په بېلابېلو برخو کې لکه ښوونې او روزنې، روغتیا او کرنې او په بېلابېلو برخو کې همکاري کوي. هغه زیاته کړه: "ترکیه له موږ سره ٢٠ زره مېوه لرونکي نیالګي، د سبو او زعفرانو د تخمونو مرسته کړې وه، چې له نېکه مرغه زموږ کروندګرو ښه پایله ترې ترلاسه کړه. د افغانستان خلک به هیڅکله د ترکیې بشري مرستې او ښه احساس هېر نکړي"
د کرنې او مالدارۍ مرستیال ښاغلي صدر اعظم عثماني دغه راز د کرنې د میکانیزه کولو د هڅو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: "افغانستان د کرنې لپاره مناسبه هوا او اقلیم لرونکی هېواد دی، خو له بده مرغه د افغانستان کرنه په دودیز ډول ترسره کېږي، موږ د مؤسسو او همکارو ادارو په همکارۍ هڅه کوو، چې له دودیزې کرنې څخه پرمختللې کرنې ته مخه کړو، چې ورسره د افغانستان کرنه پر ځان بسیا شي."
په ورته وخت کې د ترکیې سفیر جنک اونال وویل، چې افغانستان او ترکیه مشترکې ګټې لري، هغه افغانستان او ترکیه  دوه مشترک المنافع هېوادونه وبلل او ویې ویل: "خوښ یم چې ستاسو په ډله کې یم، دلته ډېر د هوساینې احساس کوم، زه افغانستان خپل دویم هېواد ګڼم، ترکیه له افغانستان سره ګډ کلتور، مذهب او تاریخ لري. افغانستان یو دوست او مسلمان هېواد دی، له ډېرو جګړو تېر شوی او نور مرستو ته اړتیا لري. هر هېواد باید د افغانستان له خلکو سره لا ډېرې مرستې وکړي."
همدارنګه  د ترکیې د همکاریو او همغږۍ اژانس (ټیکا) رییس فاضل اکین الیاس اردوغان په بېلابېلو برخو کې د یادې ادارې د دندو په اړه معلومات ورکړل او د دوام ډاډ یې ورکړ.
دا ځل به د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې پر ۵۰۰ بزګرانو  ۲۵ کیلو غنم، ۲۵ کیلو توره سره او ۵۰ کیلو سپینه سره وویشل شي. د افغانستان له اتيا سلنې زیات خلک په کرنه بوخت دي، موږ دکرنې په برخه کې خپلې مرستې او همکارۍ ډېرو، او د هغو څېړنو پراساس چې زموږ له خوا ترسره شوي دي، د غنمو دا اصلاح شوي تخم په لږه ځمکه کې ډېر حاصل ورکوي.

توزیع تخم اصلاح شده بذری گندم برای ۵۰۰ دهقان در ۲۵ ولایت
وزارت زراعت‌، آبیاری و مالداری به همکاری آژانس انسجام همکاری‌های جمهوری ترکیه (تیکا) برای ۵۰۰ دهقان در ۲۵ ولایت کشور تخم اصلاح شده گندم و  کود کیمیاوی توزیع می‌کند.
طی برنامه‌ای با حضور داشت مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت،  مولوی نصرت الله طلحه رییس عموی تحقیقات زراعتی، جنک اونال سفیر ترکیه، فاضل اکین اردوغان ریس موسسه تیکا، مجاهد قلچ ریس نهاد بشردوستانه ترکیه  و شماری از رئسای وزارت زراعت روند تسلیم‌ گیری تخم اصلاح شده گندم و کود کیمیاوی   از سوی وزارت زراعت آغاز شد.
 در این برنامه مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری از همکاری کشور ترکیه و آژانس انسجام همکاری‌های ترکیه (تیکا) که در بخش‌های مختلف چون تعلیم و تربیه، صحت و زراعت به مردم افغانستان همکاری می‌نماید سپاسگزاری نموده افزود" کشوری ترکیه ۲۰ هزار نهال مثمر، تخم‌های سبزی جات و تخم زعفران را برای ما  کمک نموده بود که خوشبختانه دهقانان ما نتیجه خوبی از آن بدست آوردند مردم افغانستان کمک بشردوستانه و  احساس نیک کشور ترکیه را هرگز فراموش نمی‌کند".
آقای صدر اعظم عثمانی معین زراعت و مالداری همچنان از تلاش‌ها به منظور میکانیزه سازی زراعت سخن زده علاوه کرد" افغانستان کشوری است دارای آب و هوا مناسب برای زراعت می‌باشد اما؛ متاسفانه زراعت افغانستان به صورت عنعنوی پیش میرود و ما  با همکاری موسسات ما تلاش داریم از زراعت عنعنوی به زراعت پیشرفته گام گذاریم و در بخش زراعت افغانستان به خود کفایی سوق داده شود".
 در همین حال جنک اونال سفیر ترکیه افغانستان و ترکیه را دو کشور دارای منافع مشترک یاد کرده گفت"من خوشحال هستم در جمع شما قرار دارم اینجا خیلی احساس راحتی می‌کنم افغانستان را کشوری دوم خود می‌دانم کشوری ترکیه با افغانستان فرهنگ، دین  و تاریخ مشترک دارد کشور دوست و مسلمان است افغانستان جنگ‌های زیادی را سپری نموده نیاز بیشتر به کمک دارد باید همه کشور کمک ها بیشتر برای مردم افغانستان نماید".
 همچنان فاضل اکین اردوغان ریس آژانس انسجام  همکاری جمهوری ترکیه (تیکا) در مورد کارکرد‌های نهاد متذکره در سکتور های مختلف معلومات ارایه کرده و اطمینان ادامه آن را سپرد.
اینبار برای ۵۰۰ دهقان در ۲۵ ولایت افغانستان ۲۵ کیلو گندم ، ۲۵ کیلو کود سیاه و ۵۰ کیلو کود سفید توزیع می‌نماییم بیشتر از ۸۰ درصد مردم افغانستان زراعت پیشه است ما در بخش زراعت کمک و همکاری خود را بیشتر میسازیم و  به اساس تحقیقات که ما انجام دادیم این از این تخم‌های اصلاح شده گندم در زمین کم حاصلات بشتر بدست می آید.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۵:۲۶
Background image

د افغانستان بانک له کارپوهانو سره د کرنې وزارت د مالي او حسابي ریاست د چارواکو ناسته

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالی او حسابي ریاست او د افغانستان بانک د مالی او حسابي کارپوهانو ترمنځ تخنیکي ناسته د مالی ستونزو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۴:۵۹
Background image

لغمان کې د مرابحې بیعې له مخې پور اخیستونکو لپاره روزنیز پروګرام ترسره شو

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان ولایت په مرکز کې د کرنیزې پراختیا صندوق د ختیځ زون د مسؤولینو له لوري، د لغمان د کرنې ریاست په همغږۍ، هغه کاروباریانو او بزګرانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۴:۵۶
Background image

پکتیکا ولایت کې د هندواڼو کروندو څخه لیدنه وشوه

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مټاخان ولسوالی پوټیانو په سیمه کې د کرنیزو چارو مدیرانو له خوا د کرل شوو هندواڼو. . .

بازگشت