بلخ کې د اصلاح شویو تخمونو تولید ۴۰ سلنه زیاته شوې

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۶/۱۴ - ۱۷:۵۴
بلخ کې د اصلاح شویو تخمونو تولید ۴۰ سلنه زیاته شوې

۱۴ وږی ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال عبدالهادي رفیعي بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یوشمېر پروژو د پرانستې او د پلي کولو د بنسټ ډبرې اېښودو ترڅنګ د بلخ په ولایت کې د اصلاح شویو تخمونو د تصدیو له ګدامونو څخه لیدنه وکړه.
د بلخ ولایت د اصلاح شویو تخمونو د تصدیو سږنۍ تولید ۶۱۷ ټنوته رسیږي، چې د تېرکال په پرتله ۴۰ سلنه زیاتوالی ښیي.

دغه راز سږ کال د هېواد په کچه د اصلاح شویو تخمونو د تولید کچه دوه زره او ۸۰۰ ټنو ته رسیږي، چې بې مخینه زیاتوالی ښیي.
په ورته وخت کې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یوشمېر پروژو د پرانستلو ترڅنګ ددې ولایت د خاصه پز تکثیري فارم د اوبولګولو شبکه هم ګټې اخیستنې ته وسپارل.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت