کندهار کې ۱۰۰ بېوزله مېرمنو ته د کار زمینه برابره شوه

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۸/۳ - ۱۸:۱
کندهار کې ۱۰۰ بېوزله مېرمنو ته د کار زمینه برابره شوه


۳ لړم ۱۳۹۹
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت ۱۰۰ بېوزله مېرمنو ته د سبو او مېوو د پروسس په برخه کې د کار زمینه برابره کړه.
دغه کاري فرصتونه مېرمنو ته د بېلابېلو مېوو او سبو د پروسس توکو د وېش له لارې برابرې شوي دي.
دکندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې له دغو مرستو برخمن شوي  بېوزله مېرمنې د سبو او مېوو د پروسس په برخه کې روزل شوي دي او ترڅنګ یې پر یادو مېرمنو د سبو او مېوو د پروسس اړونده توکي وېشل شوي ډي، ترڅو دوی په خپلو کورونو کې په کار بوختې شي او د خپلې کورنۍ اړتیاوې ورڅخه پوره کړي.
کومې مېرمنې چې اوس په دې ولایت کې د سبو او مېوو د پروسس په برخه کې د فعالیت زمینه ورته برابرې شوي دي، تر دې وړاندې په کورونو کې اوزګار ناست ول.
دغه برنامه د کرنې ریاست اړوند د کورني اقتصاد پراختیا پروژې له لوري په لاره اچول شوې، چې تر ډېره بې وسه، ناداره او اړمنې کورنۍ پکي په پام کې نیول شوي دي.
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې مېرمنو ته د کارموندنې په موخه د نورو فعالیتونو ترڅنګ د کورنیو بڼګیو او نوي بڼونو د جوړولو په برخه کې هم کار کوي. ددغو پروژو د پلي کولو موخه په دې ولایت کې، د سبو او مېوو د پروسس دودول، د کورنیو باغچو وده او پراختیا او د بېوزلو کورنیو اقتصادي ملاتړ دی.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت