کندهار کې پر یوشمېر بزګرانو د شنوخونو د وېش ترڅنګ لسګونه بزګران روزل شوي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۵ - ۹:۴۹
کندهار کې پر یوشمېر بزګرانو د شنوخونو د وېش ترڅنګ لسګونه بزګران روزل شوي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «ډیلټا» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د پنجوايي ولسوالی پر یوشمېر مستحقو بزګرانو د شنوخونو د وېش ترڅنګ دوی سره په بېلابېلو برخو کې مرستې او همکارۍ کېږي.
بلخوا د کندهار دکرنې ریاست ددې ولایت دغورک په ولسوالی کې د «او.آر.ډي» مؤسسې په همکارۍ یوشمېر بزګرانو ته روزنیز پروګارم په لاره اچول شوې وه، چې په ترڅ کې یې یادو بزګرانو ته د غنمو د ناروغیو د مخنیوي او د غنمو کروندو ته د سرې ورکولو لارې چارې ښودل شوي دي.
ددې ترڅنګ یادو بزګرانو ته د حاصلاتو راټولولو او زېرمه کولو په موخه هم پوهاوی ورکړل شوي دي.
په همدې حال کې د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د کوهکران څېړنیز فارم کې د انارو نیالګیو کېنولو چارې پیل کړي، چې په ترڅ کې یې د انارو نیالګیو لپاره د ځمکې چمتوکولو چارې پیل شوي دي.
یاد فارم چي د کندهار ولایت د کرنې ریاست یو څېړنیز فارم دی اوس مهال یې کارونه په منظم ډول روانې دي. 
په دغه فارم کي په سلګونه ډوله انګور، لسګونه ډوله انار او هغه میوې چي د افغانستان  په ټولو ولایتونو کي حاصلات ورکوي موجودې دي.
بلخوا دکندهار دکرنې ریاست د دې ولایت د میوند په ولسوالی کې لس جریبه ځمکه چې د یوشمېر کسانو له خوا غصب شوي و له غصب څخه خلاص او کرکیلي ته چمتو شوي دي. 
د یادو کړنو او فعالیتونو ترڅنګ د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د حیواني روغتیا او مالدارۍ آمریت مسلکي کارکوونکو د کندهار هرات د لویې لارې هوټلونو، قصابیو او حیواني کلینیکونو او درمل پلورنځیو څخه هم څارنه کړې، چې په ترڅ کې یې اړوندو چارواکو ته لازمې سپارښتنې وشوې.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۱۵
Background image

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې پلاوي د کندهار څېړنیزو فارمونو څخه لیدنه وکړه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» چارواکو د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوهکران او سبو څېړنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار دوو ولسوالیو کي د ځنګلي بوټو ساتنې او پوهاوي په موخه څارنه ترسره شوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبري لاندي، د سپین بولدک او پنجوائې ولسوالیو د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو او د ځنګلونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار ژړۍ کې ۱۳۰ اړمنو بزګرانو ته د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د کندهار کډوالو. . .

بازگشت