کندهار کې د طبق وژونکي ناروغۍ پر وړاندې د نږدې ۱۶ زره څارویو درملنه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۹:۳۵
کندهار کې د طبق وژونکي ناروغۍ پر وړاندې د نږدې ۱۶ زره څارویو درملنه

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ او د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ سره، د کندهار په ولایت کې د مالدارۍ د عامې روغتیا د خوندیتوب په موخه، د طبق ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د درملنې کمپاین پيل شوی دی.
په دې کمپاین کې، چې د تېرو دوو اوونیو په جریان کې د کندهار په لسو ولسوالیو کې ترسره شوی، شاوخوا ۱۵ زره ۸۰۰ لوی او کوچني څاروي د طبق وژونکې ناروغۍ پر وړاندې تداوي شوي دي. دا کمپاین د مالدارۍ آمریت تر څارنې لاندې، د تجربه‌لرو پاراوټرانو له لوري عملي شوی دی.
یاده پروسه په ډنډ، دامان، پنجوايي، لوړ میوند، کښته میوند، ارغنداب، خاکریز، نېش، غورک او سپین بولدک ولسوالیو کې پیل شوې او لا هم جریان لري.
د کندهار د کرنې ریاست مسؤلین وايي، دا اقدام د طبق ناروغۍ د پراخېدو د مخنیوي لپاره یو پر وخت او مهم ګام وو. د دوی په وینا، طبق یوه ساري ناروغي ده، چې د څارویو د مرګ لامل ګرځي، خو د درملنې له لارې د دغې ناروغۍ د پراخېدو مخنیوی ممکن دی.
د یاد ریاست د مالدارۍ آمریت مسؤلینو څرګنده کړه، چې دا ډول وقایوي کمپاینونه به همداسې دوام ومومي، څو د څارویو د عامې روغتیا خوندیتوب، د مالدارانو د اقتصادي زیانونو مخنیوی او د مالدارۍ سکتور پیاوړتیا یقیني شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۵:۵۴
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ولایتونو د چارو نوی رییس معرفي شو

۱۸ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مقام د دفتر د کورنیو اړیکو آمر داملا شفیق‌الله رسولي، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ولایتونو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۰:۱
Background image

د بغلان خوست ولسوالی کې د حیواني درملتونونو څارنه وشوه

۱۸ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
دبغلان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسلکي کارکوونکو له خوا، ددې لپاره چې په دې ولایت کې د بې کیفیته درملو مخنیوی ترسره شي، د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۹:۲۳
Background image

پکتیکا کې ۱۲۵ مستحقو مالدارانو ته د مالدارۍ کیټونه ووېشل شول

۱۸ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د اړیکو دفتر د یاد ولایت په اوو (۷) ولسوالیو کې د کرنیزو پروژو د تطبیق. . .

بازگشت