کندهار کې د صنعتي پارک د جوړولو په پار ۵۰۰ جریبه امارتي ځمکه د صنعت او سوداګرۍ ریاست ته وسپارل شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۸:۵۸
کندهار کې د صنعتي پارک د جوړولو په پار ۵۰۰ جریبه امارتي ځمکه د صنعت او سوداګرۍ ریاست ته وسپارل شوه

د ا.ا.ا د زعیم عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د حکم له مخې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست له لوري، د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په تخنیکي همکارۍ، د کندهار د دامان ولسوالی د نودې کلي په سیمه کې ۵۰۰ جریبه امارتي ځمکه د صنعتي پارک د جوړولو په موخه رسماً د صنعت او سوداګرۍ ریاست ته انتقال شوه.
د کندهار دکرنې رییس دځمکو د انتقال او وېش مدیر قاري عصمت‌الله فرهاد وویل، چې یاده ۵۰۰ جریبه امارتي ځمکه د ټولو قانوني او اداري مراحلو له بشپړېدو وروسته، د ګډ پلاوی په حضور کې د صنعت او سوداګرۍ ریاست ته وسپارل شوه. نوموړي زیاته کړه، چې پر دې انتقال شوې ځمکه به د صنعت او سوداګرۍ ریاست له لوري یو معیاري صنعتي پارک جوړ شي، څو د صنعتي کارخونو د فعالیت، د صنعت د ودې او د سوداګرۍ د پراختیا لپاره ترې اغېزمنه ګټه واخیستل شي.
هغه ټینګار وکړ، چې د امارتي ځمکو د منظم مدیریت، قانوني استفادې او ملي پراختیایي پروژو د پلي کېدو لپاره دا ډول همغږي او همکاري د اړوندو ادارو ترمنځ دوام لري.
د یادونې وړ ده، چې څه کم دوه میاشتې وړاندې هم د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی په ځانګړي حکم، د کندهار په ښورابک ولسوالۍ کې پنځه جریبه امارتي ځمکه د ارشاد، حج او اوقاف ریاست ته د یوه جامع جومات د جوړولو په موخه انتقال شوې وه، چې دا چاره د عامه خدماتو د پراختیا په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت