کندهار ته د مالکیت حق د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په‌پار د کرنې وزارت د پلاوي سفر

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۲۵
کندهار ته د مالکیت حق د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په‌پار د کرنې وزارت د پلاوي سفر

۳۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۳ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست یو رسمي پلاوی د مالکیت حق د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې او د اړوندو کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه کندهار ولایت ته سفر وکړ، چې په همدې تړاو د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې ځانګړې غونډه ترسره شوه.
دغه پلاوی دمالکیت حق تثبیت او تصفیې رییس مولوي نیاز محمد رهبر په مشرۍ کندهار ته تللی و، چې په ترکیب کې یې د اراضۍ ریاست د سکرتریت سرپرست امین الله ظهیر، د تصفیې او تثبیت ریاست کارپوهان عبدالرب صمدي او میرویس خوږمن، د سروې او کدستر ریاست ستر کارپوه شفیق الله رحماني او یو شمېر نور تخنیکي مسؤلین شامل وو.
د یاد سفر اساسي موخه په کندهار زون کې د مالکیت حق د تثبیت واحد مرکز پرانیسته، د چارو همغږي او د دې برخې کارکوونکو ته د مسلکي او تخنیکي ورکشاپونو ترسره کول ښودل شوي دي.
د غونډې په پیل کې د کندهار ولایت مسؤلینو مرکز څخه راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د مالکیت حق د تثبیت واحد مرکز جوړېدل یې د ځمکو او استوګنیزو چارو د تنظیم، د قانوني اسنادو د تثبیت او د خلکو د ستونزو د حل لپاره یو مهم او اغېزناک ګام وباله. هغوی ژمنه وکړه، چې د یاد مرکز د چارو د لا ښه تطبیق لپاره به لازمې همکارۍ ترسره کړي.
وروسته دمالکیت حق تثبیت او تصفیې رییس مولوي نیاز محمد رهبر د ګډونوالو څخه مننه وکړه او د دغه مرکز د جوړېدو پر ارزښت یې خبرې وکړې. نوموړي وویل، د مالکیت حق د تثبیت واحد مرکزونه د اسلامي امارت د رهبرۍ د حکم پر بنسټ رامنځته کېږي او ټاکل شوې ده، چې د هېواد په ټولو زونونو کې فعال شي.
هغه زیاته کړه، چې د همدې موخې د تحقق لپاره بېلابېل تخنیکي او اداري پلاوي ولایتونو او زونونو ته سفرونه ترسره کوي، څو د مرکزونو د فعالېدو بهیر چټک او معیاري شي.
مولوي نیاز محمد رهبر څرګنده کړه، چې د دغو مرکزونو فعالېدل به په ځانګړي ډول د کندهار ولایت د اوسېدونکو د کور جوړونې او ملکیتونو اړوند ستونزو په حل کې مهم رول ولوبوي او خلکو ته به زمینه برابره کړي، څو د نافذه قوانینو او اداري اصولو له مخې خپل استوګنیز کورونه او ملکیتونه په اسانه او قانوني ډول ثبت او اعمار کړي.
ورپسې د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس د اړوندو ادارو له مسؤلینو او کارکوونکو وغوښتل، چې خپلې دندې په اخلاص، صداقت او بشپړې ژمنتیا ترسره کړي، له مراجعينو سره نېک چلند وکړي او د خلکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه یقیني کړي.
د غونډې په پای کې  له مرکز څخه ورغلي پلاوي د مالکیت حق د تثبیت برخې کارکوونکو ته مسلکي او تخنیکي ورکشاپونه ترسره کړل، ترڅو هغوی وکولای شي خپلې دندې په اغېزمن، معیاري او اصولي ډول پر مخ یوسي او په راتلونکې کې د ورځنیو چارو د بهیر پر وړاندې د هر ډول ځنډ او ستونزو مخه ونیول شي.


سفر هیئت وزارت زراعت به کندهار به‌منظور افتتاح مرکز واحد تثبیت حق مالکیت
۳۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
یک هیئت رسمی ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به‌منظور افتتاح مرکز واحد تثبیت حق مالکیت و ارتقای ظرفیت مسلکی کارمندان مربوطه به ولایت کندهار سفر کرد که در همین رابطه نشست ویژه‌ای در ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار برگزار شد.
این هیئت به رهبری مولوی نیاز محمد رهبر، رئیس تثبیت و تصفیه حق مالکیت، به کندهار سفر کرده بود که در ترکیب آن امین‌الله ظهیر سرپرست سکرتریت ریاست اراضی، کارشناسان ریاست تصفیه و تثبیت عبدالرب صمدی و میرویس خوږمن، شفیق‌الله رحمانی کارشناس ارشد ریاست سروی و کدستر و شماری دیگر از مسئولان تخنیکی شامل بودند.
هدف اساسی این سفر، افتتاح مرکز واحد تثبیت حق مالکیت در زون کندهار، هماهنگی امور و برگزاری ورکشاپ‌های مسلکی و تخنیکی برای کارمندان این بخش عنوان شده است.
در آغاز نشست، مسئولان ولایت کندهار به هیئت آمده از مرکز خوش‌آمدید گفته و ایجاد مرکز واحد تثبیت حق مالکیت را گامی مهم و مؤثر در راستای تنظیم امور زمین‌ها و ساحات رهایشی، تثبیت اسناد قانونی و حل مشکلات مردم دانستند. آنان تعهد سپردند که برای تطبیق بهتر امور این مرکز، همکاری‌های لازم را انجام خواهند داد.
سپس مولوی نیاز محمد رهبر، رئیس تثبیت و تصفیه حق مالکیت، از اشتراک‌کنندگان تشکر کرده و در مورد اهمیت ایجاد این مرکز صحبت نمود. وی گفت که مرکزهای واحد تثبیت حق مالکیت بر اساس حکم رهبری امارت اسلامی ایجاد می‌شوند و قرار است در تمام زون‌های کشور فعال گردند.
او افزود که برای تحقق این هدف، هیئت‌های مختلف تخنیکی و اداری به ولایت‌ها و زون‌ها سفر می‌کنند تا روند فعال‌سازی این مرکزها به‌گونه سریع و معیاری پیش برده شود.
مولوی نیاز محمد رهبر تصریح کرد که فعال‌شدن این مرکزها به‌ویژه در حل مشکلات باشندگان ولایت کندهار در بخش خانه‌سازی و ملکیت‌ها نقش مهمی خواهد داشت و برای مردم زمینه‌ای فراهم می‌شود تا مطابق قوانین نافذه و اصول اداری، خانه‌ها و ملکیت‌های رهایشی خود را به‌گونه آسان و قانونی ثبت و اعمار کنند.
در ادامه، رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار از مسئولان و کارمندان ادارات مربوطه خواست تا وظایف‌شان را با اخلاص، صداقت و تعهد کامل انجام دهند، با مراجعین برخورد نیک داشته باشند و رسیدگی به‌موقع به مشکلات مردم را تضمین کنند.
در پایان نشست، هیئت آمده از مرکز برای کارمندان بخش تثبیت حق مالکیت ورکشاپ‌های مسلکی و تخنیکی برگزار کرد تا آنان بتوانند وظایف‌شان را به‌گونه مؤثر، معیاری و اصولی پیش ببرند و در آینده از هرگونه تأخیر و مشکل در روند امور روزمره جلوگیری شود.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۲۹
Background image

کونړ کې د کانګو تبې د مخنیوي په‌پار د درمل شیندنې او عامه پوهاوي پراخ کمپاین پیل شو

۳۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۳ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کونړ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ خدماتو او د څارويو د روغتیا آمریت په هڅو، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۲۵
Background image

کندهار ته د مالکیت حق د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په‌پار د کرنې وزارت د پلاوي سفر

۳۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۳ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست یو رسمي پلاوی د مالکیت حق د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې او د اړوندو کارکوونکو د مسلکي ظرفیت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۲۱
Background image

د خوست تڼیو ولسوالی کې د سرو املوکو بڼونو لپاره د څاڅکو اوبه خور سیستم فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۳۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۳ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د تڼیو ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر نظارت لاندې او د ویرو مؤسسې په. . .

بازگشت