کندز کې د ژمني تېلو او لایم سلفر د استعمال کمپاین پیل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۱:۵
کمپاین استفاده از روغن زمستانی و لایم سلفر در کندز آغاز شد

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست د پلان او د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي نیازمحمد عابد د لارښوونې له مخې، د ژمني تېلو او لایم سلفر د استعمال تعلیمي او عملي کمپاین د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې پیل شو.
یاد کمپاین د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د بوټوساتنې او قرنطین د عمومي مدیریت له لوري د ترتیب شوي پلان پر بنسټ عملي کېږي، چې موخه یې د بڼوالو او تاکدارانو ته د یادو محلولونو د جوړولو او وقایوي استعمال طریقې ښودل دي، تر څو د مېوه لرونکو ونو او د انګورو د تاکونو د نباتي ناروغیو او آفتونو پر ضد ترې اغېزمنه ګټه واخیستل شي.
په همدې لړ کې، د بوټو ساتنې مسلکي کارکوونکو د کندز ولایت د مرکز اړوند د شورآبي په کلي کې عملي پروګرام پیل کړ او د یوې تعلیمي برنامې په ترڅ کې یې د یاد ریاست له امکاناتو څخه په استفادې ۲۰۰ لیتره ژمنی تیل تیار کړ او بڼوالو ته یې د هغه د جوړولو او استعمال طریقه وښوده.
د یادونې وړ ده، چې د ترتیب شوي پلان له مخې، په مجموع کې له ۲۵۰۰ لیتره څخه زیات ژمنی تیل او ۲۰۰۰ لیتره لایم سلفر به د ولایت په بېلابېلو سیمو کې بڼوالو ته تیار او د هغه د وقایوي استعمال طریقه به په عملي ډول ور وښودل شي، تر څو د نباتي ناروغیو او آفتونو د مخنیوي او کنټرول په برخه کې ترې اغېزمنه استفاده وشي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت