کندز کې دوه ودانیز او کرنیزې پروژې ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې

qiam_amin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۴۲
کندز کې دوه ودانیز او کرنیزې پروژې ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کرنې زېربناوو د پیاوړتیا، د اوبو د سرچینو د اغېزمن مدیریت او د سېلابونو له امله د بزګرانو د زیانونو د کمولو په موخه، د کندز په ولایت کې د آغاخان بنسټ ساحوي دفتر له‌خوا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، دوه مهمې ودانیز او کرنیزې پروژې تطبیق او رسماً ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې.

یادې پروژې د علی‌ آباد ولسوالی په وکیل دوست‌محمدخان کانال کې د سوپر پسیج (د سېلاب کنټرول کوونکی) د جوړولو پروژه د ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت او همدارنګه د چهاردرې ولسوالی د کانال په غاړو کې د محافظتي ګابیوني دېوال د جوړولو پروژه د ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت شاملې دي.

د دغو پروژو اساسي موخه د کرنې کانالونو د تخریب مخنیوی، د اوبو د بهیر ښه تنظیم او مدیریت، د کرنیزو ځمکو ساتنه او د طبیعي پېښو، په ځانګړي ډول سېلابونو، پر وړاندې د بزګرانو عملي ملاتړ بلل شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې د دغو پروژو په تطبیق سره، زرګونه کروندګرې کورنۍ په مستقیم او غیرمستقیم ډول ګټه‌منې شوې دي او زرګونه هکټاره کرنیزه ځمکه د تخریب، خاورې د فرسایش او د اوبو کمښت له ګواښ څخه خوندي شوې او د اوبولګولو د ښه سیستم تر پوښښ لاندې راغلې ده.

یادې پروژې د اقلیمي انعطاف‌پذیرۍ او ټول‌شموله محلي ودې «سي‌آرال‌جي» پروژې په چوکاټ کې او د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست او نورو محلي ادارو سره په بشپړه همغږۍ تطبیق شوې او د دولتي مسئولینو، د آغاخان بنسټ د استازو او د سیمې د مخورو په حضور کې رسماً ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې.

د کندز ولایت د کرنې ریاست د آغاخان بنسټ له همکاریو څخه د مننې ترڅنګ، د دغسې پروژو تطبیق د بزګرانو د اقتصاد د پیاوړتیا، د کرنې زېربناوو د ساتنې او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د محلي ټولنو د تاب‌آورۍ د زیاتولو په برخه کې ډېر اغېزمن او ارزښتناک بولي.

د یادونې وړ ده، چې د ورته پروژو د تطبیق په دوام سره، کولای شو د دوامدارې کرنې د پراختیا، د بزګرانو د معیشت د ښه والي او د کندز ولایت د اقتصادي ودې په برخه کې مهم رول ولوبوو.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت