کابل کې شنې خونې؛ د خلکو اقتصادي وده او د سبو له اړخه د ځینو سیمو اړتیا پوره کېدل

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۱۲:۴۳
کابل کې شنې خونې؛ د خلکو اقتصادي وده او د سبو له اړخه د ځینو سیمو اړتیا پوره کېدل

کابل ولایت کې د شنو خونو دودېدو نه یواځې د ځایي کروند ګرو او خلکو اقتصاد پیاوړی کړی، بلکې د کابل د یوشمېر سمیو د سبو اړتیاوې یې هم پوره کړې دي.
دکابل ولایت د ده سبز او یوشمېر نورو ولسوالیو ډېری خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او له همدې لارې خپله نفقه برابروي، اوس په دغو سمیو کې د شنو خونو په ډېرېدو سره له یوې خوا د سبو په برخه کې د خلکو اړتیاوې کمې شوې او له بله پلوه بیا ورسره د کروندګرو اقتصاد هم وده کړې ده.
دکابل دکرنې ریاست د معلوماتو له مخې یوازې د کابل په ده سبز ولسولی کې ۸۰۰ شنې خونې د دوی ترڅار لاندې دي، چې وخت ناوخت د دوی مسلکي کارکوونکو له خوا ترې څارنه او شنوخونو لرونکو ته روزنه او پوهاوی ورکول کېږي.
د کابل دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې اوسمهال د کابل په ده سبز او یوشمېر نورو سیمو کې شنوخونو د بې موسمه سبو په برخه کې د خلکو اړتیاوې تر ډېره بریده پوره کړې او لا هم ورته کار روان دی.
بلخوا بیا د شنو خونو درلودونکي خوښ دي او وايي، چې د ورځني ژوند ټولې اړتیاوې یې له دغو خونو په بشپړ ډول پوره کېږي.
په كرنيز سيسټم كې له شنو خونو څخه لاسته راغلي حاصلات ګټور، خوندور او په بازار كې هم ډېره ګټه د کروندګرو په برخه کوي. 
د کابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، دوی په دې ولایت کې د کرنیزو حاصلاتو د لوړولو او د موسمي نباتاتو د کرکېلي د پراختیا په پار هلې ځلې کوي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۱۵
Background image

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې پلاوي د کندهار څېړنیزو فارمونو څخه لیدنه وکړه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» چارواکو د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوهکران او سبو څېړنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار دوو ولسوالیو کي د ځنګلي بوټو ساتنې او پوهاوي په موخه څارنه ترسره شوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبري لاندي، د سپین بولدک او پنجوائې ولسوالیو د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو او د ځنګلونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار ژړۍ کې ۱۳۰ اړمنو بزګرانو ته د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د کندهار کډوالو. . .

بازگشت