پکتیکا کې زرګونو وړو شخوند وهونکو څارویو ته د واکسین ورکولو چارې پیل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۴ - ۱۳:۲۲
پکتیکا کې زرګونو وړو شخوند وهونکو څارویو ته د واکسین ورکولو چارې پیل شوې

۴ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې،  اوبولګولو او مالدارۍ رياست زرګونو وړو شخوند وهونکو څارویو ته د ریخک ناروغۍ مخنیوی په پار د واکسین د تطبیق کمپاین پیل کړی دی.
د یاد کمپاین په ترڅ کې ددې ولایت په ددو ولسوالیو کې نږدې ۱۸ زره رآسه وړو شخوند وهونکو څارویو ته د (انتراتوکسیمیا) یا ریخک ضد واکسین تر سره کېږي.
یاده ناروغي چې په بېلابېلو وختونو کې په وړو شخوند وهونکو څارویو کې رامنځته کېږي، له امله یې مالدارانو ته پراخه مالي زیان اوړي، په همدې موخه  ددې لپاره چې د پکتیکا ولایت کوچیان او مالداران د یادې موسمي ناروغۍ له زیان څخه خوندي شي کرنې ریاست دغه کمپاین په لاره اچولی دی.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۵
Background image

د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار تخار ولایت ته د تخنیکي پلاوي سفر 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۴
Background image

ختیځ زون کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي پراخ کمپاین؛ نهه زره څارویو ته درمل ورکول کېږي

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» او د روغتیا نړۍوال ادارې «ډبلیواچ‌او». . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۲
Background image

د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون، چې د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په نوښت د. . .

بازگشت