پکتیا کې ۱۵۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۰:۳۹
پکتیا کې ۱۵۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۱۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند « د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست» د خپل کلني پلان له مخې، د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې ۲۱۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د عامه پوهاوي ښوونیز پروګرامونه پیل کړي دي.
په همدې لړ کې، د پکتیا ولایت مرکز ګردیز او څلورو ولسوالیو «روحاني بابا، زرمت، وزي ځدراڼ او څمکنې» کې ۱۵۰ بزګرانو لپاره د یاد ریاست له لوري د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول. په دغو پروګرامونو کې د کلي ملا امامانو او ملکانو په ګډون د بېلابېلو سیمو بزګرانو برخه اخیستې وه.
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست آمر انجنیر جاويد امین وویل، چې په دغو پروګرامونو کې د پکتیا د اقلیمي وضعیت، د اقلیم او اقلیمي بدلون، د اقلیمي بدلون د عواملو، پر کرنه او مالدارۍ سکتور د هغه د اغېزو، د سازګارۍ او سازښت لارو چارو او همدارنګه د مخکني خبراوي سیستم په اړه تفصیلي معلومات وړاندې شول.
ښاغلی امین وویل، چې ددغو پروګرامونو په ترڅ کې له اقلیمي بدلون سره د سازښت او مبارزې په تړاو او نورو چاپېریالي طبیعي پېښو په اړه ګډونوالو ته معلوماتي پرېزنټېشنونه وړاندې شوي دي.
په همدې حال کې د یاد ریاست د طبیعي پېښو د ارزونې او مډلنګ متخصص انجنیر دواجان همت وویل، چې ګډونوالو د پروګرام له ترسره کېدو خوښي وښوده او ټینګار یې وکړ چې دا ډول پوهاوي پروګرامونه د کرنیزو زیانونو د کمولو او د بزګرانو د عملي مهارتونو د لوړولو لپاره اغېزناک دي. هغه زیاته کړه، چې یاد پروګرام د ټاکل شوې اجنډا سره سم په بریالیتوب سره پای ته ورسېد. 
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د اقلیمي بدلون سره د سازښت ریاست په کلني پلان کې په ټول هېواد کې د بزګرانو د پوهاوي لوړول یو مهم اولویت دی. یاد ریاست د اقلیمي بدلون د اغېزو د کمولو، د کرنیزو زیانونو د مخنیوي او د بزګرانو د عملي مهارتونو د لوړولو په موخه، د عامه پوهاوي پروګرامونه طرحه او پلي کوي. دا پروګرامونه د بزګرانو ترڅنګ د کلي ملکانو، ملا امامانو او ټولنیزو مشرانو په ګډون ترسره کېږي، تر څو د اقلیمي بدلون پر وړاندې د ټولنې ګډه مبارزه او سازګاري پیاوړې شي.


برگزاری برنامه‌های آگاهی‌دهی درباره تغییر اقلیم برای ۱۵۰ دهقان در پکتیا
۱۶ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ ربیع‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست «سازگاری سکتور زراعت و مالداری با تغییرات اقلیمی» مربوط وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، بر اساس پلان سالانه‌اش، برنامه‌های آموزشی آگاهی‌دهی عامه را در مورد تغییر اقلیم برای ۲۱۰۰ دهقان در ۱۴ ولایت کشور آغاز کرده است.
در همین راستا، در مرکز ولایت پکتیا (گردیز) و چهار ولسوالی «روحانی بابا، زرمت، وزی‌زدران و څمکنۍ» برای ۱۵۰ دهقان از سوی این ریاست برنامه‌های آگاهی‌دهی برگزار شد. در این برنامه‌ها دهقانان از مناطق مختلف همراه با ملا امامان و ملک‌های قریه‌ها اشتراک کردند.
انجنیر جاوید امین آمر ریاست سازگاری سکتور زراعت و مالداری با تغییرات اقلیمی وزارت زراعت گفت که در این برنامه‌ها معلومات تفصیلی در مورد وضعیت اقلیمی پکتیا، تعریف اقلیم و تغییر اقلیم، عوامل تغییرات اقلیمی، تأثیرات آن بر سکتور زراعت و مالداری، راه‌های سازگاری و انطباق، و همچنان سیستم هشدار قبلی ارائه شد.
آقای امین افزود که در جریان این برنامه‌ها پرزنتیشن‌های معلوماتی در مورد سازگاری و مبارزه با تغییر اقلیم و دیگر حوادث طبیعی محیط‌زیستی برای اشتراک‌کنندگان ارائه گردید.
همچنان، انجنیر دواجان همت متخصص ارزیابی و مدل‌سازی حوادث طبیعی این ریاست گفت که اشتراک‌کنندگان از برگزاری این برنامه‌ها ابراز خرسندی کرده و تأکید نمودند که چنین برنامه‌های آگاهی‌دهی در کاهش زیان‌های زراعتی و ارتقای مهارت‌های عملی دهقانان مؤثر است. او افزود که این برنامه مطابق اجندا به گونه موفقانه به پایان رسید.
ریاست سازگاری با تغییر اقلیم مربوط وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در پلان سالانه خود، ارتقای آگاهی دهقانان در سراسر کشور را یک اولویت مهم دانسته است. این ریاست به هدف کاهش تأثیرات تغییر اقلیم، جلوگیری از خسارات زراعتی و ارتقای مهارت‌های عملی دهقانان، برنامه‌های آگاهی‌دهی عامه را طرح و تطبیق می‌کند. این برنامه‌ها علاوه بر دهقانان، با حضور ملک‌های قریه، ملا امامان و بزرگان اجتماعی برگزار می‌شود تا مبارزه و سازگاری مشترک جامعه در برابر تغییرات اقلیمی تقویت گردد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۵:۴۹
Background image

بادغیس کې د پستې نږدې ۱۷۶ هکتاره بڼونه بیارغول شوي 

د بادغیس د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته، په دې ولایت کې نږدې ۱۷۶ هکتاره ځمکه د پستې بڼونو ته ځانګړې شوې او بیا رغول شوې ده. 
د دوی په وینا، دغه بڼونه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۰:۳۹
Background image

پکتیا کې ۱۵۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۱۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند « د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست» د خپل کلني پلان له مخې، د هېواد. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۰:۵
Background image

کندهار کې د ۱۰۰ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

۱۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو په پایله کې، د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام«یو.ان.ډي.پي» په مالي ملاتړ، د څه باندې. . .

بازگشت