هلمند کې د چرګانو ټولنې نوې رهبري وټاکل شوه
۱۳ غویی ۱۴۰۵ه.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا امریت په همغږۍ، په دې ولایت کې د چرګانو د فارم لرونکو ټولنې لپاره نوې رهبري وټاکل شوه.
په هلمند کې شاوخوا ۱۲۰۰ د غوښینو چرګانو فارمونه فعالیت لري، چې د هغوی د چارو د ښه تنظیم او همغږۍ لپاره ټولنه جوړه شوې وه. د یادې ټولنې د پخوانۍ رهبرۍ درې کلنه کاري موده له بشپړېدو وروسته، فارمدارانو د نوې رهبرۍ د ټاکلو غوښتنه وکړه.
د همدې موخې لپاره، د ولایت د مقام په منظورۍ، د فرمانونو، حکمونو او تعقیب ریاست، استخباراتو، ښاروالۍ، عدلیې ریاست، د کرنې ریاست او د مالدارۍ امریت استازي په ګډه یوه غونډه کې راټول شول او له پراخو بحثونو او سلا مشورو وروسته یې ټول فارمداران د مالدارۍ امریت ته راوبلل.
په ترسره شوې غونډه کې د فارمدارانو له مشورو وروسته، عبدالستار د ټولنې د رییس او دلاور د مرستیال په توګه وټاکل شول.
همداراز، د عدلیې ریاست استازي ډاډ څرګند کړ چې د ټولنې د اسنادو د نوي کولو بهیر به ژر تر ژره بشپړ شي، او تر هغه وخته به ټاکل شوی ګډ پلاوی د یادې پروسې څارنه کوي.
