هلمند کې د نخودو د کرکېلي د ترویج او تکثیر په پار څېړنې بریالی وې

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۴ - ۱۵:۰
 هلمند کې د نخودو د کرکېلي د ترویج او تکثیر په پار څېړنې بریالی وې

۲۴لېندۍ ۱۲۹۸
د هلمند دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست وایي، د یاد ولایت په څېړنیز فارم کې د نخودو پر دوو ډولونو د څېړنې پایلې بریالی وې. د دوی په خبره پایلې ښیې، چې د نخودو دغه ورایټۍ ددې ولایت له اوبو، خاورې او هوا سره ښه توافق لري.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وویل، دوی هلې ځلې کوي چې په دې ولایت کې د کوکنارو د کرکېلي د مخنیوي په پار بزګرانو ته نوي توکي ور وپېژنې.
ښاغلي الکو وويل، په همدې موخه ددې ولایت په څېړنیزفارم کې د نخودو پر دوو ډولونو، چې د پسرلني او ژمني په نومونو یادیږي څېړنې وشوې، چې پایله یې مثبته ده.
د کرنې رییس زیاته کړه، اداره یې د یاد نبات په اړه تحقیق او څېړنې وکړې ترڅو د اوبو، خاورې، هوا او ناروغیو پروړاندې یې پایلې مطالعه او وروستۍ پایله یې له اړونده مقاماتو سره شریکې کړي ترڅو په راتلونکي کې یې هلمند کې ترویج او تکثیر کړي.
باید وویل شي، چې د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د بزګرانو د ملاتړ او د کوکنارو د کرکېلي د بدیل پیداکولو په پار تل هلې ځلې کوي او په دې برخه کې یې ګڼ شمېر بریالي پروګرامونه هم پلي کړي دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت