نورستان کې په ۲۵ هکتاره ځمکه د چهارمغزو بوټو کېنولو چارې پیل شوې
۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ه.ش
۲۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې په مالي ملاتړ، د نورستان ولایت د شپږو ولسوالیو په ۲۵ هکتاره ځمکه د چهارمغزو بوټو کېنولو عملي چارې پیل شوې دي.
د نورستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د کرنې وزارت په همکارۍ د ځنګلونو د بیا رغونې او پراختیا په موخه، ددې ولایت د کامدېش، وانت وایګل، برګمټال، نورګرام، دواب او منډول ولسوالیو کې د ولسونو د غوښتنې پر بنسټ، د لس زره اصله چهارمغزو بوټو کېنول پیل شوي، چې دا بهیر به په نږدې راتلونکي کې بشپړ شي.
نوموړي زیاته کړه، چې د چهارمغزو د ونو د کېنولو اساسي موخې د ځنګلونو بیا رغونه، د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې مثبت اغېز، د نشهیي توکو د کر مخنیوی او ولسونو ته د کاري فرصتونو برابرول دي.
د یادونې وړ ده، چې دا ډول پروژې نه یوازې د چاپېریال ساتنې او طبیعي سرچینو د پیاوړتیا لامل ګرځي، بلکې د سیمې د اوسېدونکو د معیشت ښهوالي او دوامدارې پراختیا ته هم زمینه برابروي.
