ننګرهار کې د کرنې د ودې پروژې پلي کولو په پار د همغږۍ غونډه دائره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۶ - ۱۴:۵۱
ننګرهار کې د کرنې د ودې پروژې پلي کولو په پار د همغږۍ غونډه دائره شوه

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د اکشن آېډ موسسې ترچتر لاندې د کرنې ودې پروژې د پلي کولو په پار د همغږۍ غونډه د ننګرهار کرنې ریاست کې دائره شوه. 
په دې پروګرام کې د اکشن اېډ د کرنې د ودې پروژې مسؤل روح الله درویش د خپلې پروژې او کړنو په تړاو معلومات وړاندې کړل.
نوموړي وویل د کرنې ودې، کلیو پراختیا، با ارزښته حلالو فصلو او معیشیت ته د لاسرسې پروژه د ننګرهار په لسو ولسوالیو چپرهار، رودات، شېرزاد، خوږیاڼو، اچین، کوټ، لعلپوره، مومندره، سره رود او دره نور کې بزګرانو او بڼوالو ته د بڼونو جوړولو، کرنیزو وسایلو، کیمیاوي سرو، ساحوي مکتبونو جوړولو، شنو خونو جوړولو، بزګران د مارکیت سره وصلولو، کانالونو جوړولو او ګڼو نورو برخو کې د بزګرانو لاسنېوي کوي.
ښاغلي درویش وویل دا د نشه توکو پر وړاندې د مبارزي یو بدیل پروګرام دی، چې په پلې کیدو سره به یې بزګران حلالو فصلونو ته د لاسرسي ترڅنګ په اقتصادي ډګر کې پیاوړې او دکورنیو د خوړو خوندیتوب به رامنځته شئ.
په همدې حال کې د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د اکشن اېډ موسسې څخه  مننه وکړه، چې د بزګرانو او مالدارانو سره مرستې او همکارۍ کوي.
 د ننګرهار دکرنې رییس وویل دا یوه مهمه پروژه ده؛ چې فعالیتونه یې باید په لسو ولسوالیو سربېره نورو ولسوالیو ته هم وغځول شي.
ښاغلي محسن په کارونو کې روڼتیا، بزګرانو ته د شنو خونو، سړوخونو جوړولو، پروسس، بازار موندنې، د محصولاتو درجه بندۍ، بزګرانو ته روزنې ترڅنګ په ټولو قانوني چارو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
دغه راز د ننګرهار د اقتصاد رییس مولوي فاتح الله فاتح د یادې مؤسسې چارواکو ته د کارونو پر وخت ترسره کولو او د خپلو کړنو راپور د اقتصاد ریاست سره د شریکو سپارښتنې وکړې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۶:۰
Background image

کابل کې د امام ابوحنیفه د ملي او نړۍوال نندارتون په پرانیسته کې د کرنې وزیر ګډون

۲۶ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د امام ابو حنیفه د څلورم ملي او نړۍوال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې چې د کابل په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۵:۴۱
Background image

کندز کې پر یوشمېر مالدارانو د څارویو د خوراکي توکو وېش تر سره شو


۲۶ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د «داکار» دفتر په همکارۍ او د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د کندز د مرکز او چهاردرې ولسوالۍ ۱۴۰ تن مالدارانو ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۴:۳۳
Background image

د هلمند نوزاد کې یو چکډېم جوړ او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د نوزاد ولسوالی په غوریانو سیمه کې یو چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد. . .

بازگشت