ننګرهار کې د څارویو فارمونو څخه څارنه و شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳۰ - ۱۳:۳۴
ننګرهار کې د څارویو فارمونو څخه څارنه و شوه

٣٠ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
٨ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق 
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د څارویو روغتیا او مالدارۍ امر په مشرۍ یو ګډ پلاوي په کامي او کوز کونړ ولسوالېو کې د غواګانو او چرګانو له فارمونو څخه لیدنه ترسره کړه.
د ننګرهار دکرنې ریاست د مالدارۍ امر ډاکتر محمد ضمیر بهسودي وویل، په ننګرهار کې غواګانو او چرګانو د فارمونو ارزونې موخه په دې ولایت کې د غوښې، او شېدو د تولید کچې معلومول، اصلاح شوی نسلونو ترویجول، مالدارانو ظرفیت لوړونې، ستونزو په نښه کول، د حیواني محصولاتو د تولید زیاتوالي او ګڼو نورو برخو تشخیص او په نښه کول دي.
فارم لرونکو او مالدارانو د مالدارۍ امر څخه د ناروغیو مخنیوی، چینجیو ضد درملو، حیواني خوراکي، واکسینونو او ګڼو نورو برخو کې د مرستو غوښتني وکړي. 
بهسودي وویل، ددوی غوښتنې او ستونزي به د کرنې وزارت سره شریکي کړي او دچنجیو ضد درملو،  واکسینونو او حیواني خوراکي په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ. 
ننګرهار کې د چرګانو ۱۵۰۰ او د غواګانو ۷۴ فارمونه شتون لري؛ چې سلګونه خلکو ته پکي د کار زمینه هم برابره شوې ده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت