ننګرهار کې د نيالګيو کېنولو پسرلنی ملي کمپاين پيل شو

qiam_amin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۴:۳۱
ننګرهار کې د نيالګيو کېنولو پسرلنی ملي کمپاين پيل شو

۸ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د ننګرهار ولایت د مرستیال والي مولوي غلام الرحمن حیدري په لاس په دې ولایت کې د کرنې ریاست له لوري د «یو نیالګی د ځان او یو د افغانستان لپاره» تر سرلیک لاندې د نیالګیو کېنولو پسرلنی ملي کمپاین پیل شو، چې په ترڅ کې به یې د یاد ریاست له خوا ۴.۷ میلیونه مېوه لرونکي، غیر مېوه لرونکي او زینتي بوټي د ولایت په بېلابېلو سیمو کې کېنول شي.

دغه کمپاین د سلواغې په ۸مه د جلال‌اباد ښار د غلام حیدرخان له بڼ څخه پیل شو، چې پر مهال یې د ولایت مقام دفتر رییس مولوي شاهد نوراني، د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن، د چاپېریال ساتنې ادارې او یو شمېر نورو دولتي ادارو رییسانو او د رسنیو استازو ګډون درلود.

د ننګرهار مرستیال والي مولوي غلام الرحمن حیدري په خپلو خبرو کې له مسئولینو، علماوو کرامو، قومي مخورو او د ولایت له ټولو اوسېدونکو وغوښتل، چې په دې ملي کمپاین کې فعاله برخه واخلي او خپلې سیمې شنې او سمسورې کړي. نوموړي ټینګار وکړ، هغه نیالګي چې د سږني کمپاین په ترڅ کې کېنول کېږي، باید ثمر ته تر رسېدو پورې یې سمه پالنه او ساتنه وشي.

د ننګرهار د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې د دې کمپاین په لړ کې به د کرنې ریاست، کانال شرکت او خصوصي قوریو کې روزل شوي ۴.۷ میلیونه مېوه لرونکي، غیر مېوه لرونکي او زینتي بوټي د ولایت په بېلابېلو سیمو کې کېنول شي. د هغه په وینا، دغه نیالګي به په امارتي ادارو، جوماتونو، ښوونځیو، مدرسو او نورو عامه ځایونو کې کېنول کېږي.

نوموړي زیاته کړه، چې د نیالګیو د وېش بهیر به په شفاف ډول پر مخ وړل کېږي او په همدې موخه یې خپلو همکارانو ته لازمې سپارښتنې کړې دي. د ننګرهار د کرنې رییس همدارنګه وویل، چې د دې کمپاین اساسي موخه له وچکالۍ او اقلیمي بدلون سره مبارزه، د غذايي خوندیتوب پیاوړتیا، د چاپېریال ساتنه او د اقتصادي ودې لپاره د زمینې برابرول دي.

د یادونې وړ ده، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت هر کال د نیالګیو کېنولو ورته کمپاینونه تنظیموي، چې له مخې یې په ګرمو ولایتونو کې د سلواغې او په سړو ولایتونو کې د کب په میاشت کې دغه کمپاینونه دایرېږي، څو د هېواد په کچه شنې سیمې زیاتې، د اقلیم د بدلون اغېزې راکمې او د طبیعي چاپېریال ساتنه لا پیاوړې شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت