ننګرهار: د کار په بدل کې د غنمو د ورکړې پروژو څخه څارنه ترسره شوه

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۴/۲۶ - ۱۲:۵۹

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مقام په لارښونه  د یاد ریاست اداري مسؤل قاري ذکریا په داشې حال کې، چې د شېرزادو ولسوالی د عشر او زکات مسؤل قاري اسامه یې ملتیا کوله، په یاده ولسوالی کې د کار په بدل کې د غنمو دورکړې پروژې څخه څارنه وکړه.
د شېرزادو په ولسوالی کې د غنمو د ورکړې په بدل کې د ویالو، کانالونو او کاریزونو پاکولو او سړک جوړولو پروژې پلي شوي دي.
ددې ولسوالی اوسیدونکو یادې پروژې ګټورې بولي او زیاته یې کړل، چې د نورو ورته پروژو د پلي کولو لپاره باید دغه ولسوالی ته د غنمو لا زیات سهم ورکړل شي، تر څو له یوې خوا ولسوالی کې پرمختیایي کارونه ترسره شي او له بلې خوا عامو خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه ترسره شوه

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني دکرنې رییس د ده‌یک ولسوالی ولسوال سره وکتل

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب ددې ولایت د ده‌یک ولسوالی له ولسوال مولوي غلام حیدر طه سره په کتنه کې په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۲۸
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون کې د غرفې په نیولو سره خپل تولیدات خرڅ کړئ

ټاکل شوې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست له‌خوا د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د ۱۴۰۵ ام لمریز کال د غویی میاشتې له ۲ تر ۵ نېټې. . .

بازگشت