ننګرهار او لغمان کې د کوچیانو نږدې ۷۷ زره څاروي واکسین شوي دي

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۵ - ۹:۸
 ننګرهار او لغمان کې د کوچیانو نږدې ۷۷ زره څاروي واکسین شوي دي

۴ کب ۱۳۹۸
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې، د ننګرهار او لغمان ولایتونو د مالدارو کوچیانو د مالونو خوندي کولو په پار د دوی څارویو ته د لیونتوب پر وړاندې د خوندیتوب واکسین ورکړل شوي دي.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې کوچیانو څارویو ته د انتیروتوکسیمیا یا لیونتوب ناروغۍ پر وړاندی د واکسین ورکړې پروګرام نږدې دوه میاشتې وړاندې پیل شوې وه، چې رسماً پای ته ورسېد.
د یاد کمپاین په لړ کې د ننګرهار ولایت په لسو او د لغمان ولایت په درېووولسوالیو کې د کوچې مالدارانو ۷۶ او ۲۵۰ راسه میږې او وزې واکسین شوي، چې د یادې وژونکي ناروغۍ پر وړاندې معافیت حاصل کړي.
کوچیان د کرنې وزارت له یادې هڅې ستاینه وکړه او غوښتنه یې وکړه، چې د لیونتوب ناروغۍ تر څنګ باید د نورو ناروغیو لکه طبق ، ټک ، لوی ، کوی او ځګي پر وړاندې د واکسین پروګرام هم پلي شي.
باید وویل شي چې، له ناروغیو سره د مبارزې په موخه د یاد پروګرام په پلي کېدو سره له یوې خوا د څارویو په منځ کې د وژونکو ناروغیو د خپراوي مخه نیول کیږي او له بلې خوا د څارویو په منځ کې د تولید کچه هم لوړیږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت