میدان وردګو کې د بڼونو خوندیتوب په پار د لایم سلفر درمل شیندنې کمپاین پیل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۴ - ۱۰:۱
میدان وردګو کې د بڼونو خوندیتوب په پار د لایم سلفر درمل شیندنې کمپاین پیل شو

د  میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د بڼونو خوندیتوب په موخه پر ونو د لایم سلفر درمل شیندنې کمپاین پیل کړی دی.
دغه کمپاین ددې ولایت د نرخ ولسوالی څخه پیل شوی دی، چې په راتلونکې کې به ددې ولایت نورو سیمو ته هم وغځېږي.
لايم سلفر يوه ترکيبې او وقايوي درمل ده، چې په خپل ترکيب کې سلفر، چونه او اوبه لري، ياده وقايوي درمل په غوښينو مېوو دتاک يا انګورو په ګډون د مڼو، ناک او نورو... ونو باندی تطبقیږي.
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست د چارواکو په خبره دغه پروګرام د میدان وردګو دکرنې ریاست د پراختیایي بودیجې له لارې پلي کېږي، چې موخه یې د بڼوالو د بڼونو خوندي کول دي.
ونو ته د لایم سلفر د درمل شیندنې لړۍ د کب په میاشت کې مخکې ل دې، چې ونې غوټۍ وکړي(د استراحت په وروستیو ورځو کې وی) پلي کېږي، دغه درمل د ونو خاکسترک، چيچک، پاڼې سوري کېدنه او دنباتي کنو له منځه وړلو کې اغېزمن تمامېږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

د کرنې وزارت د اراضۍ رياست لخوا د افغانستان بانک ته ځمکه ولېږدول شوه

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۵:۵۰
Background image

د بلخ شولګرې ولسوالی کې بېوزلو کورنیو ته وزې او د څارویو خوراکه ووېشل شوه

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د بلخ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «آی،آر،سي» مؤسسې په مالي ملاتړ  د بلخ د شولګرې ولسوالی پر ۱۵۹ اړمنو کورنیو وزې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۵:۳۰
Background image

دبلخ کرنې ریاست په انګړ کې د جومات جوړولو چارې روانې دي

د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په انګړ کې د یوه جومات د جوړولو د چارې پیل شوي، چې رغنیزې چارې به یې ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
دغه جومات د بلخ ولایت د. . .

بازگشت