لغمان کې د کرنې او مالدارۍ پراختیا په پار سکتوري غونډه ترسره شوه

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۱۳:۴۹
لغمان کې د کرنې او مالدارۍ پراختیا په پار سکتوري غونډه ترسره شوه


۲۰ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا، په دې ولایت کې د سکتوري ادارو او ټولو هغو مؤسسو د استازو په ګډون سکتوري غونډه ترسره شوه، چې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې فعالیت لري.
یاده غونډه، چې د لغمان ولایت د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد په مشرۍ جوړه شوه، پکې د ژوند چاپېریال ساتنې او اقتصاد ریاستونو استازو، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست آمرینو، او د اسلامي هوساینې نړۍوالې ادارې، سرف افغانستان، هالینډ کمېټې، باغبان بزرگ شرکت، «ان.سي.آر.او»، غذا او تحصیل مؤسسو مسؤلینو ګډون کړی وو.
د غونډې په پیل کې د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد د همکارو برنامو د تېرو کړنو راپورونه او راتلونکې طرحې واورېدې، او وروسته یې د همکارو مؤسسو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې ټولې پروژې دې د یاد ریاست سره په همغږۍ پلي شي، څو د تکراري پروژو مخه ونیول شي، د خدمتونو عادلانه وېش، متوازنه پراختیا او شفافیت تامین شي.
همداراز ښاغلي محمد له مؤسسو وغوښتل، چې د روانو اورښتونو او وچکالۍ له امله زیانمنو بزګرانو او مالدارانو د لاسنیوي لپاره د مرستو پروګرامونه زیات کړي، د جلغوزیو حاصلاتو د راټولولو لپاره عامه پوهاوي او د مېوې د شکولو وسایلو پروګرامونه پلي کړي، او د شنو ونو د اصلاح لپاره د پیستې پیوند کولو برنامې تطبیق کړي.
د یادونې وړ ده، چې د کرنې سکتوري غونډه په میاشت کې یو ځل د اړوندو ادارو او مؤسسو ترمنځ د لا ښې همغږۍ رامنځته کولو په موخه ترسره کېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۴:۲۹
Background image

پنجشېر کې د لوبیا حاصلات زیات شوي 

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د پنجشېر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اعلان کړی، چې په روان کال کې د دې ولایت د لوبیا حاصلات د تېر کال په پرتله پنځه سلنه زیات شوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۱:۲۳
Background image

میدان وردګو کې د ګیلاسو حاصلات ډېر شوي 

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، چې په روان کال کې له دې ولایت څخه له ۲۰۴۰ متریک ټنه زیات دګیلاسو حاصلات ترلاسه شوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۱:۱۱
Background image

د وچکالۍ پر وړاندې د اسلامي امارت عملي ګامونه؛ روزګان کې د درې میلیونه افغانیو په ارزښت د چک ډېم چارې پیل شوې

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځانګړې بودیجې په لګښت د روزګان ولایت د ترینکوټ اړوند د ناقیل په سیمه کې د اوبو د مهار او د وچکالۍ د. . .

بازگشت