غزني کې یوشمېر بزګرانو ته د جوارو د ننداریزو کروندو لپاره کرنیز توکي ووېشل شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۱:۴۶
غزني کې یوشمېر بزګرانو ته د جوارو د ننداریزو کروندو لپاره کرنیز توکي ووېشل شول

۱۰ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني د کرنې ریاست له لوري د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې ۲۰تنو بزګرانو ته د جوارو د ننداریزو کروندو د کرلو په موخه اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوه. د دې پروګرام موخه د جوارو حاصلاتو لوړول او بزګرانو ته د عملي زده‌کړې زمینه برابرول دي.
د یادې برنامې پر بنسټ، هر بزګر ته ۸ کیلو ګرامه د جوارو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلو ګرامه سپینه کیمیاوي سره، ۳۰ کیلو ګرامه توره کیمیاوي سره ورکړل شوه. دغه ننداریزې کروندې د غزنې ولایت د اندر، ده‌یک او خواجه عمري ولسوالیو کې جوړېږي.
یادې ننداریزې کروندې به د نوې تکنالوژۍ، اصلاح شوو تخمونو او معیاري کرنیزو طریقو له لارې ترسره شي، چې موخه یې د جوارو حاصل زیاتول او د نورو بزګرانو لپاره د عملي زده‌کړې زمینه برابرول دي.
د غزني د کرنې ریاست مسؤلین وايي، دا ډول پروګرامونه به د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښه والي تر څنګ د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي لامل هم شي. دغه ننداریزې کروندې به د هلمند په بېلابېلو سیمو کې کرل کېږي.
ننداریزې کروندې هغه کرنیزې پروژې دي، چې د نوو تخنیکونو او اصلاح شوو موادو د ازمېښت او ښودنې لپاره کارېږي. دا پروګرامونه نه یوازې د حاصلاتو زیاتوالي ته زمینه برابروي، بلکې بزګرانو ته د نوو میتودونو عملي زده‌کړه هم وړاندې کوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۵:۵۴
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ولایتونو د چارو نوی رییس معرفي شو

۱۸ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مقام د دفتر د کورنیو اړیکو آمر داملا شفیق‌الله رسولي، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ولایتونو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۰:۱
Background image

د بغلان خوست ولسوالی کې د حیواني درملتونونو څارنه وشوه

۱۸ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
دبغلان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسلکي کارکوونکو له خوا، ددې لپاره چې په دې ولایت کې د بې کیفیته درملو مخنیوی ترسره شي، د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۹:۲۳
Background image

پکتیکا کې ۱۲۵ مستحقو مالدارانو ته د مالدارۍ کیټونه ووېشل شول

۱۸ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د اړیکو دفتر د یاد ولایت په اوو (۷) ولسوالیو کې د کرنیزو پروژو د تطبیق. . .

بازگشت