د کونړ ولایت د ۱۳۹۹ یم مالي کال لویې لاسته راوړنې

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۰ - ۱۵:۱۷
د کونړ ولایت د ۱۳۹۹ یم مالي کال لویې لاسته راوړنې

۱۰ مرغومې ۱۳۹۹
د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د یوشمېر همکارو موسسو په همکارۍ د ۱۳۹۹یم مالي کال په ترڅ کې ددې ولایت د کرنې، مالدارۍ، طبیعي سرچینو او بڼوالۍ د ودې په پار ۱۱۸ میلیونه او ۶۲۹ زره او ۴۹۵ افغانۍ لګولی دی.
د کونړ د کرنې ریاست وایي، چې په ۹۹یم مالي کال ددې ولایت د کرنې، بڼوالۍ، ځنګلولۍ، اوبولګولو او طبیعي سرچینو مدیریت او نورو برخو کې ګڼې پروژې پلي شوي دي.
ددوی په خبره، په ۱۳۹۹یم مالي کال کې ددې ولایت د بزګرانو لپاره د شړشمو، شولو، سویابینو او زعفرانو ننداریزې قطعې جوړ شوي، کروندګرو ته کیمیاوي سرې ورکړل شوي او ترڅنګ یې ۹۰۰ کورنیو ته د کورنیو باغچو د جوړولو ترڅنګ یادو کورنیو ته په کورنیو باغچو کې د کرکېلي او حاصل ټولو په برخه کې روزنه ورکول او پر یوشمېر کسانو د غلو دانو د زېرمه کولو په پار د کندوانو وېش هغه څه دي، چې د ۹۹یم مالي کال په ترڅ کې ترسره شوي دي.
د کونړ د کرنې ریاست وایي، چې سږکال په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د پیازو او کچالو ۸۰ صفردرجې زېرمتونونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي. دغه راز د اوبولګولو یوشمېر چک ډمونه جوړول او له یوشمېر بزګرانو سره نغدې مرستې هم د کونړ د کرنې ریاست کړنې دي.
د کونړ د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې په کرنه او مالدارۍ کې د مېرمنو ونډې ډېرول د دوی له لومړیتوبونو څخه دی، په همدې موخه په ۹۹ یم مالي کال کې ددې ولایت د کروندګرو مېرمنو د پیاوړتیا په پار هم یوشمېر پروژې پلي شوي دي، چې په کې کروندګرو مېرمنو ته کورني باغچې جوړول، په کورنیو باغچو کې دکرکېلي او حاصل ټولولو په برخه کې د مېرمنو روزل، ۵۰۰ کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش او د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې له مېرمنو سره مرستې او همکارۍ شاملې دي.
یاد ریاست ددې ولایت د بڼوالۍ او ځنګلولۍ د پراختیا په پار هم سږکال هلې ځلې کړي دي. د کونړ ولایت په ټولو لسوالیو کې د بېلابېلو مېوو ۱۰۰۷ جریبه بڼونه جوړول، د بڼونو ۶۸ قطعات جوړول، د لیمو ۲۳ جریبه بڼونه جوړول، د مالټو لس بڼونه جوړول، د چغان په غونډۍ کې د پنځو زرو نیالګیو کېنول، د ځنګلولۍ ۲۰ ټولنې جوړول، په بېلابېلو سیمو کې د نیالګیو اېښودل، د چهارمغزو او نښترو نرسرۍ جوړول او د ځنګلونو د پرې کېدو د مخنیوي په پار د اصلاح شویو نغرویو وېش هغه چارې دي، چې په ۹۹یم مالي کال کې د دې ولایت د بڼوالۍ او ځنګلولۍ د پراختیا په پار ترسره شوي دي.
د نورو برخو ترڅنګ د کونړ ولایت مالدارۍ ته هم پاملرنه شوې ده، د طاعون پر وړاندې د څارویو واکسین، د ګڼو ناروغیو پر وړاندې د غوجلو دواپاشي او مالدارانو ته عامه پوهاوي ورکول، د شېدې ټولولو مرکزونه جوړول او پر دوی د اړوندو توکو وېش او پر اړمنو کورنیو د چرګانو ۱۰۰ واړه فارمونه وېشل هغه کړنې دي، چې په ۹۹یم مالي کال کې د یاد ولایت د کرنې ریاست لخوا تر سره شوي دي.

 

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د بشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» په مرسته د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

بازگشت