د کندهار درېیو ولسوالی کې د شېدو راټولولو پر۴ مرکزونو اړین توکي ووېشل شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۶:۳۲
د کندهار درېیو ولسوالی کې د شېدو راټولولو پر۴ مرکزونو اړین توکي ووېشل شوې

۲۴ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د مالدارۍ آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې د کندهار بولدک، ډنډ او پنجوايي ولسوالیو د شېدو راټولولو څلورو مرکزونو ته د ۸۰۰ امریکایي ډالرو په ارزښت اړین توکي ووېشل شوې.
په دې مرسته کې هر مرکز ته د ۲۰۰ ډالرو په ارزښت یوه د ګاز ډبه، د شېدو پخولو لپاره یو غټ دیګ، د انتقال لپاره شپږ المونیمي ډبې، د سندل پخولو غټ کړایي او د سندل جوړولو لپاره ۵ قالبونه ورکړل شوي دي.
یاده مرسته  د دوهم ځل لپاره د اړتیاوو پر بنسټ ترسره شوه، چې موخه یې د دغو مرکزونو تجهیز، اقتصادي ملاتړ او د لبني محصولاتو د تولید لپاره د معیاري وسایلو کارونه او زمینه برابرول دي. 
د یادونې وړ ده، چې د کندهار د کرنې ریاست په هڅو او د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ تر دې مخکې هم ۶۴ بېوزلو مالدارانو ته د شېدو د راټولولو او انتقال لپاره اړین توکي وېشل شوي دي، ترڅو د عنعنوي وسایلو پر ځای له معیاري وسایلو څخه ګټه واخلي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۳:۴۴
Background image

ننګرهار کې ۱۲۰ تنو بزګرانو سره د کرنیزو وسایلو مرسته وشوه

۱۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهارد  کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د «ډاکار» خیریه مؤسسې په تخنیکي او «ډانېډا» په مالي لګښت د ننګرهار په هسکې مېنې، کوټ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۳:۲۵
Background image

کندز کې د کوچنیو څارویو د طاعون ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په همکارۍ، په دې ولایت کې د کوچنیو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۱:۵۹
Background image

تخار ولایت ته سفر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر سفر

۱۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاٰءالله عمري، د یوه پلاوي په مشرۍ چې په کې مفتي محمد ذاکر د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس،. . .

بازگشت