د کندهار تخته پُل کې د پنځو حوضونو رغنیزې چارې بشپړې شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۶ - ۱۴:۵۰
د کندهار تخته پُل کې د پنځو حوضونو رغنیزې چارې بشپړې شوې

۶ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د پراختیایي بودیجې له لارې، د طبیعي سرچینو آمریت په تخنیکي همکارۍ، د تخته پُل ولسوالی په څادرګه، تنګي او یو شمېر نورو کلیو کې د اته سوه زره افغانیو په ارزښت د اوبو د پنځو حوضونو جوړولو چارې بشپړې شوي، چې په نږدې ورځو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د کندهار دکرنې ریاست د طبیعي سرچینو آمریت انجینر نورمحمد همکار وویل، چې د یادو حوضونو رغنیزې چارې بشپړې شوي دي. نوموړی زیاته کړه، چې دغه حوضونه به ۴۰ متره اوږدوالی، ۳۰ متره سور او ۱.۵ متره ژوروالی ولري، او ټول په مستطیل بڼه جوړې شوي دي.
ددغو حوضونو جوړولو څخه موخه د کوچیانو څارویو لپاره د اوبو زېرمه کول دي، ترڅو د یادو سیمو کوچیان وکولای شي د دغو حوضونو له زېرمه شویو اوبو څخه د خپلو څارویو د اوبه کولو لپاره ګټه واخلي.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له راتګ سره، د کرنې او مالدارۍ سکتور ته ځانګړې پاملرنه شوې، په ځانګړې توګه په لیرې پرتو سیمو کې د بزګرانو او مالدارانو لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې شوې دي، چې له امله یې په کندهار کې کرنه او مالدارۍ د پام وړ وده کړې.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد غونډه دایره شوه

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد غونډه د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ، د دعوت او ارشاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۵۰
Background image

د ننګرهار چپرهار ولسوالی کې پر ۱۷ بې وزله کورنیو ته دوه کلنې خوسکۍ ووېشل شوې

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا »مؤسسې په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۴۸
Background image

د غزني ده‌یک ولسوالی د ستونزو دحل په موخه د ولایتي چارواکو سفر

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني والي ملا ولي جان حمزه په داسې حال کې، چې د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب او یوشمېر نورو. . .

بازگشت