د کندهار ارغنداب کې پر لسګونو اړمنو کورنیو غواوې ووېشل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۰:۳۹
د کندهار ارغنداب کې پر لسګونو اړمنو کورنیو غواوې ووېشل شوې

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي او د «سي‌اچ‌اې» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د ارغنداب ولسوالی پر ۳۵ بې سرپرسته او بېوزله کورنیو غواوې وېشلي دي.
د چارواکو په خبره دغه غواوې له دقیقې سروې وروسته پر هغو کورنیو وېشل شوي دي، چې اقتصادي وضعیت یې خورا خرابه او د کورنۍ سرپرستي د وړو یتیمانو پرغاړه وه.
دغه غواوې په وړیا ډول پر دوی وېشل شوي دي، چې ددې مرستې موخه د بېوزله کورنیو اقتصادي پیاوړتیا او په دې ولسوالی کې د مالدارۍ پراختیا ته زمینه برابرول دي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د همدې دفتر له خوا، د ارغنداب ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې پر بې‌وزلو کورنیو غواوې وېشل شوې وه، چې دا اقدام د کورنیو د اقتصاد د پیاوړتیا او د دوامدار عاید د سرچینې د رامنځته کولو په موخه ترسره شوی و.
د یادولو وړ ده، چې دا ډول پروګرامونه د فقر په کمولو، د اړتیا لرونکو کورنیو د معیشت په ښه‌والي او د مالدارۍ سکتور په پراختیا کې اغېزمن تمامېږي او دا ډول مرستې به په راتلونکي کې هم دوام ولري.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت