د کرنې وزیر له ایراني سوداګرو سره وکتل

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۱۶:۹
د کرنې وزیر له ایراني سوداګرو سره وکتل

۱۸ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري، د افغانستان او ایران د ګډ کنسرسیوم له یو شمېر چارواکو سره، چې د دواوړو هېوادونو سوداګر په کې شامل دي وکتل.
 په دې ناسته کې، یعقوب واحد، د کنسرسیوم اجرائیوي مدیر، د دې ډلې موخه په افغانستان کې د کرنې د میکانیزه کولو په پار د ټراکټور د تولیدي شرکت جوړول اعلان کړل او د کرنې وزارت څخه یې په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
مولوي عطاالله عمري د سوداګرو د وړاندیز هرکلی وکړ او په دې برخه کې یې د کرنې وزارت د اصولو سره سم د عملي اقداماتو د ترسره کولو ټینګار وکړ.
دا طرحه د افغانستان د کرنې د ودې او د کرنیزو تجهیزاتو په تولید کې د ځان بسیاینې د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي.

دیدار وزیر زراعت با تجار ایرانی 
۱۸ جدی ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، با شماری از مسئولان مشارکت کنسرسیوم شرکت‌های افغانستان و ایران که شامل تجار دو کشور می‌شود، دیدار کرد. 
در این نشست، یعقوب واحد مدیرعامل مشارکت کنسرسیوم، هدف این گروه را ساخت یک شرکت تولید تراکتور در داخل افغانستان به منظور میکانیزه‌سازی زراعت اعلام کرد و خواستار همکاری وزارت زراعت در این زمینه شد.
 مولوی عطاءالله عمری از طرح پیشنهادی تجار استقبال کرده و بر اقدام عملی در این راستا مطابق اصول وزارت زراعت تأکید کرد. 
این طرح گامی مهم در راستای ارتقای بخش زراعت و تقویت خودکفایی در تولید تجهیزات زراعتی در افغانستان به شمار می‌رود.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۳۹
Background image

د کندهار سپین بولدک کې د سلګونه پسونو د قاچاق مخه ونیول شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ، د سپین بولدک ولسوالۍ د کرنې، مالدارۍ او امنیتي ادارو په ګډو هڅو، د څارویو د قاچاق د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۳۵
Background image

بغلان ولایت کې څه‌باندې پنځه زره مټریک ټنه غنم پېرل او زېرمه کېږي

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم پر بنسټ، د غنمو د بیې د کنټرول، د احتکار د مخنیوي، له کروندګرو سره د اقتصادي مرستې، او بېړنیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۳۳
Background image

کندهار کې د پنبې تخنیکي روزنې پروګرام پیل شو

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې یو ان او ډي سي او د. . .

بازگشت