د کرنې وزیر د ټاپي پروژې له رییس سره وکتل

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۱۴:۳۸
د کرنې وزیر د ټاپي پروژې له رییس سره وکتل

۱۸ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاالله عمري د خپل کار په دفتر کې د ټاپي پروژې له رییس محمد مراد امانوف او د هغه له ملګرو سره وکتل.
په دې ناسته کې د سیمې او افغانستان لپاره د ټاپي پروژې د ستراتیژیک اهمیت، د دې پروژې د عملي پرمختګونو او په افغانستان کې د پروژې د مسیر د ځمکو استملاک په اړه خبرې اترې وشوې. دواړو لورو د دې پروژې د چټک عملي کولو لپاره د اړینو ځمکو د استملاک د تړون د تمدید په اړه هم بحث او نظریات تبادله کړل.
د ټاپي پروژه د سیمې یو له کلیدي انرژۍ پروژو څخه ګڼل کېږي، چې د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا او د اړوندو هېوادونو ترمنځ د انرژۍ تأمین کې مهم رول لري، او دا لیدنه د دې پروژې د عملي خنډونو د لرې کولو په لور اغېزمن ګام ګڼل کېږي.

دیدار وزیر زراعت با رییس پروژه تاپی 
۱۸ جدی ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش با محمد مراد امانوف رییس پروژه تاپی و همراهانش دیدار کرد.
 در این نشست، روی اهمیت استراتژیک پروژه تاپی برای افغانستان و منطقه، پیشرفت‌های عملیاتی آن و موضوع استملاک زمین‌های مسیر پروژه در افغانستان گفتگو شد. طرفین همچنین درباره تمدید قرارداد استملاک زمین‌های مورد نیاز برای تسریع در اجرای این پروژه مهم تبادل نظر کردند. 
پروژه تاپی به عنوان یکی از طرح‌های کلیدی انرژی در منطقه، نقش اساسی در تقویت همکاری‌های اقتصادی و تأمین انرژی میان کشورهای دخیل دارد و این دیدار گامی مؤثر برای رفع موانع عملیاتی آن به شمار می‌رود.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۳۹
Background image

د کندهار سپین بولدک کې د سلګونه پسونو د قاچاق مخه ونیول شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ، د سپین بولدک ولسوالۍ د کرنې، مالدارۍ او امنیتي ادارو په ګډو هڅو، د څارویو د قاچاق د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۳۵
Background image

بغلان ولایت کې څه‌باندې پنځه زره مټریک ټنه غنم پېرل او زېرمه کېږي

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم پر بنسټ، د غنمو د بیې د کنټرول، د احتکار د مخنیوي، له کروندګرو سره د اقتصادي مرستې، او بېړنیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۳۳
Background image

کندهار کې د پنبې تخنیکي روزنې پروګرام پیل شو

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې یو ان او ډي سي او د. . .

بازگشت