د کرنې وزارت کې د مخابراتي انتنونو د تثبیت غونډه ترسره شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۸:۵۴
جلسه تثبیت آنتن‌های مخابراتی در وزارت زراعت برگزار شد

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کې د مخابراتي انتنونو د تثبیت او تنظیم په موخه غونډه د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ، د مالیې وزارت او د اراضۍ ریاست د چارواکو په حضور کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د مهمو موضوعاتو په اړه، له ډلې د مخابراتي انتنونو د موقعیت تثبیت، په ولایتونو کې د یادو انتنونو د سروې او تثبیت لپاره د عملي پلان جوړول، د ځمکو د اجارې قراردادونو تنظیم او د اړوندو عوایدو د راټولولو څرنګوالي په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه. همداراز، دولتي ادارو ته د مخابراتي شرکتونو د پورونو د تصفیې او تادیې پر څرنګوالي هم ټینګار وشو.
د غونډې ګډونوالو د مخابراتي انتنونو دقیق تثبیت د دولتي شتمنیو د مدیریت د ښه والي، د عوایدو د زیاتوالي او د قراردادونو په بهیر کې د روڼتیا لپاره مهم وباله او د اړوندو ادارو ترمنځ یې پر لا زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ.
په پای کې پرېکړه وشوه، چې په ولایتونو کې د انتنونو د سروې او تثبیت لپاره یو منظم او مهالوېش لرونکی پلان ترتیب شي او د هغه د تطبیق بهیر په منسجم او شفاف ډول پرمخ یوړل شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کې ۱۰۰ زده‌کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له لوري د مسلکي زده‌کړو د پیاوړتیا په موخه، د ننګرهار د کرنې او وټرنرۍ تخنیکي او مسلکي انستیتیوت د ۱۳. . .

بازگشت