د کرنې وزارت پلاوي په مزار شریف کې د مفید ګروپ له فابریکو څخه لیدنه وکړه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۱۱:۲۲
د کرنې وزارت پلاوي په مزار شریف کې د مفید ګروپ له فابریکو څخه لیدنه وکړه

۲۰ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او د حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر په مشرۍ یو پلاوی، د وزارت د مقام د سلاکارانو میرویس خوگیانی او محمد ولي وزیري په ملتیا، په مزار شریف ښار کې د مفید ګروپ له فابریکو څخه لیدنه وکړه. 
مفید ګروپ د هېواد له مخکښو کمپنیو څخه شمېرل کېږي، چې د خوراکي توکو د تولید، د خوراکي غوړ د پروسس، د پنبې او شولو د پروسس، همدارنګه د چرګ او کبانو د دانې د تولید په برخه کې فعالیت لري.
مفتي ذاکرالله ذاکر د یادو فابریکو د لیدنې پر مهال ډاډ ورکړ چې د کرنې وزارت چمتو دی، ترڅو د یاد شرکت د تولیدي فعالیتونو د پراختیا لپاره مالي، تخنیکي او د ځمکې برابرولو په برخه کې همکارۍ وکړي.
د مفید ګروپ چارواکو هم په دې لیدنه کې د لا زیاتو ځمکو غوښتنه وکړه، څو وکولای شي د یوې ورځنۍ چرګوړو د تولید او د چرګانوروزنې په سکتور کې پراخې پانګونې ته زمینه برابره کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د بشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» په مرسته د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

بازگشت