د کرنې وزارت د مراجعينو د ستونزو د حل په پار غونډه دائره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۱۴:۱۱
د کرنې وزارت د مراجعينو د ستونزو د حل په پار غونډه دائره شوه

۲۱ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۰ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستيال ملا آغا جان آخند «حاجي سالم» په مشرۍ د کرنې وزارت د مراجعينو د ستونزو د حل  او دوی ته د لازیاتو اسانتیاوو برابرولو په پار غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دفتر رییس ملا حسين احمد خورشيد او د وزارت يو شمېر امنيتي مسئولينو ګډون درلود، د مراجعينو لپاره د اسانتياوو برابرولو، د تأسيساتو ساتنې، د وسایطو ساتنې او په وزارت کې د کارکوونکو د تګ راتګ لپاره د تدابیرو په اړه بحث او نظرونه تبادله شول.د دې غونډې موخه د کرنې وزارت د خدمتونو او فعالیتونو ښه والی او مراجعينو او کارکوونکو لپاره د چارو اسانتیا ته زمینه برابرول دي.

جلسه به منظور حل مشکلات مراجعین وزارت زراعت برگزار شد
۲۱ قوس ۱۴۰۳ هـ.ش
جلسه‌ای به رهبری ملا آغاجان آخند «حاجی سالم»، معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، به منظور حل مشکلات مراجعین و فراهم‌سازی سهولت بیشتر در وزارت زراعت برگزار گردید.
این جلسه که با حضور ملا حسین احمد خورشید، رئیس دفتر وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و شماری از مسئولان امنیتی وزارت زراعت برگزار شد، در آن پیرامون فراهم‌سازی سهولت برای مراجعین، حفاظت از تأسیسات، مراقبت از وسایط و اتخاذ تدابیر جهت رفت و برگشت کارمندان در داخل وزارت زراعت بحث و تبادل‌نظر صورت گرفت. هدف این جلسه ارتقای کارایی و خدمات وزارت زراعت و تسهیل امور برای مراجعین و کارکنان وزارت بود.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۱:۳۸
Background image

د لغمان دوو ولسوالیو کې د څارویو د طبق ناروغۍ د درملنې او د کانګو ناروغۍ د مخنیوی کمپاین پیل شو

۱۴ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
دلغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي عبدالستار محمد په داسې حال کې، چې د هالینډ کمیټې ولایتي مسؤل ډاکټرمحمدبیدار سیرت او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۰:۲۰
Background image

د بلخ چهاربولک ولسوالی کې یوشمېر بڼوالو سره د کرنیزو توکو مرسته وشوه

د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د پاملرنې مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د چهاربولک ولسوالی ۱۰۴بڼوالو سره دکرنیزو توکو او درملو مرسته ترسره شوه.
ددغو مرستو په ترڅ کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۰:۱۷
Background image

د کندهار پنجوايي ولسوالی کې بزګرانو او مالدارانو ته د سپما او خپلمنځي ملاتړ روزنیز پروګرام پیل شو

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو په پایله کې، د اسلامي هوساینې مؤسسې (آی. آر) په مالي ملاتړ او د پنجوايي ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر څارنې لاندې، د یادې. . .

بازگشت