د کرنې وزارت د اراضۍ په لوی ریاست کې د کارکوونکو د کاري ظرفیت د لوړولو په پار د روزنیز ورکشاپ بهیر څخه څارنه وشوه

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۱۷:۱
د کرنې وزارت د اراضۍ په لوی ریاست کې د کارکوونکو د کاري ظرفیت د لوړولو په پار د روزنیز ورکشاپ بهیر څخه څارنه  وشوه


۲۳ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو لوی ریاست مسؤلیو لخوا ( کندهار، هلمند، زابل، ارزګان، بادغيس، نیمروز، ميدان وردګ، لوګر، هرات، فراه، او غزني) ولایتونو  د تصفیې، استملاک، سروې کدستر، د ځمکو انتقال او تبادله، د ځمکو معلوماتي سیستم او ځمکو بانک او د ځمکو اجارې برخې کارکوونکو لپاره د ځمکو په تخنیکي او حقوقي برخو کې څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ د اراضۍ په عمومي رياست کې دایر شو.
د پروګرام په درېیمه ورځ د کرنې وزارت مالي او ادارې مرستيال مولوي آغاجان آخند (حاجی سالم) له ولايتونو څخه راغلي کارکوونکو ته ښه راغلاست ووایه او ددغه ډول ورکشاپونو دایرول يې د کارمندانو د ظرفيت د لوړوالي په برخه کې يو ښه اقدام وباله.
د کرنې وزارت مالي او داري مرستيال له ټولو کارکوونکو او مسؤلینو څخه وغوښتل، چې په خپلو دندو کې له مراجعينو سره ښه چلند وکړي او له خپل مسووليت څخه غلطه استفاده ونکړي.
نوموړي وويل: «د کرنې وزارت اقتصاد په اراضۍ ولاړ دی نو کوشش وکړی چې د دغه ادارې په بستونو کې مسلکي او با تجربه کسان په دندو ګومارل شي.»
د کرنې وزارت مرستیال دا هم وويل، چې د اسلامي امارت د مشرتابه د حکمونو او فرمانونو په برخه کې هم جدي اوسی او کوښښ وکړئ چې هغه حکمونو او فرمانونو ته په خپل وخت رسېدنه وشي.
په پای کې د مالي او ادارې مرستيال ټولو کارمندانو ته په خپلو چارو کې د برياليتوب غوښتنه وکړه او له ټولو سره يې د هر راز همکارۍ ژمنه هم وکړه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۱:۱
Background image

لښکرګاه بولان سیمه کې کروندګرو ته د نباتي ناروغیو او افتونو د مخنیوي په اړه روزنیز پروګرام ترسره شو

۳۱ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت مسلکي کارمندانو د لښکرګاه بولان. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۰:۵۹
Background image

د هلمند دکرنې رییس او ورسره مل پلاوي کجکي ولسوالی ته سفر وکړ

۳۱ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع  په مشرۍ یو ګډ پلاوي کجکي ولسوالی ته رسمي سفر ترسره کړ.
دغه سفر د افغانستان. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۰:۵۵
Background image

د پکتیکا جاني خېلو کې بزګرانو ته د بادامو بڼونه او لمریزې برېښنا ورکړه؛ د کوکنارو د بدیل پروګرام مهم ګام

۳۱ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کوکنارو د کښت د بدیل پروګرام په چوکاټ کې د پکتیا ولایت د جاني خېلو ولسوالی کې ۵۶ تنو بزګرانو ته د. . .

بازگشت