د کرنې او مالدارۍ مرستیال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له مرستیالې سره

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۹:۴۴
د کرنې او مالدارۍ مرستیال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له مرستیالې سره

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۶ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، دخپل کار په دفتر کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له مرستیالې مېرمن دویل موکرجي سره وکتل.
په دغه لیدنه کې د ننګرهار د حصارک د اوبولګونې د پروژې د کاری پرمختګ او همدارنګه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال د ودانیزو پروګرامونو په اړه بحث او خبرې وشوې.
دواړو لورو د کرنې وزارت او یادې ادارې ترمنځ د همغږۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او وویل، چې فعالیتونه باید په مؤثر ډول پر مخ ولاړ شي او هغو پروژو ته باید لومړیتوب ورکړل شي، چې د خلکو د اړتیاوو پر بنسټ طرحه او پلي کېږي.
همدارنګه پرېکړه وشوه، چې د دواړو ادارو له استازو ګډ تخنیکي کمیټه جوړه شي، څو د برنامو د همغږۍ لپاره منظمې ناستې ترسره کړي او د فعالیتونو د ښه پرمخ بیولو په موخه نږدې اړیکې وساتي.

دیدار معین زراعت و مالداری با معاون برنامه‌های انکشافی سازمان ملل در افغانستان
۱۶ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش با خانم دویل موکرجی، معاون برنامه‌های انکشافی سازمان ملل متحد در افغانستان، دیدار کرد.
در این دیدار روی پیشرفت کار پروژه آبیاری حصارک در ننگرهار و برنامه‌های عمرانی سازمان ملل متحد برای سال ۲۰۲۶ در افغانستان بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
دو طرف بر اهمیت هم‌آهنگی میان وزارت زراعت و این سازمان تأکید کرده و یادآور شدند که فعالیت‌ها باید به‌گونه مؤثر پیش برود و برای پروژه‌هایی اولویت داده شود که بر اساس نیازهای مردم طرح و تطبیق می‌گردد.
همچنان توافق شد که کمیته تخنیکی مشترک از هر دو اداره ایجاد شود تا در زمینه هم‌آهنگی برنامه‌ها جلسات منظم برگزار کرده و ارتباط نزدیک برای پیشبرد فعالیت‌ها حفظ شود.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

د ازبکستان له چارواکو سره د کرنې وزیر لیدنه

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري د ازبکستان د اندیجان ولایت له والي عبدالرحمنوف شخرتک، په کابل کې د ازبکستان له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۱۸
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې ۴۷ راستنو شوو او اړمنو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د ستاسو غږ مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ، د کوز کونړ ولسوالی ۴۷ راستنو شوو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۵۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس د چرګانو سکټور د تنظیم او همغږۍ په موخه د اتحادیې له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د دې ولایت د چرګانو اتحادیې له غړو او اړوندو کاروباریانو سره ناسته. . .

بازگشت