د کرنې او مالدارۍ مرستیال او مل پلاوي یې په ترکیه کې له کرنیزو څېړنیزو مرکزونو او ماشینریو څخه لیدنه وکړه

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۹:۱
د کرنې او مالدارۍ مرستیال او مل پلاوي یې په ترکیه کې له کرنیزو څېړنیزو مرکزونو او ماشینریو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو پلاوی، د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، په مشرۍ ترکیې هېواد ته دخپل رسمي سفر په ترڅ کې د یاد هېواد له یوشمېر تخصصي مرکزونو او کرنیزو څېړنیزو مرکزونو څخه لیدنه وکړه.
د دې لیدنې پر مهال د اسلامي امارت د کرنې وزارت پلاوی د ترکیې د کرنې برخې له مسؤلینو سره وکتل او د همکاریو د پراختیا؛ په ځانګړي ډول په څېړنیزو برخو، د اصلاح شویو تخمونو د ښه‌والي او د عصري  کرنیزو ټکنالوژیو په اړه خبرې اترې او نظرونه تبادله کړل.
همدارنګه، د کرنې او مالدارۍ مرستیال له خپل مل پلاوی سره یو ځای له کرنیزو ماشینریو څخه هم لیدنه وکړه او د لوکولو له پرمختللو سیسټمونو، په ځانګړي ډول د غنمو او اوربشو د لوکولو له عصري ماشینونو سره بلد شول. دا ماشینونه، چې په لنډ وخت او په ټیټ لګښت د حاصلاتو د راټولولو وړتیا لري، د افغان پلاوي پام ځانته راواړاوه.
د دغو لیدنو موخه د کرنې د میکانیزه کولو په برخه کې د ترکیې هېواد له تجربو څخه ګټه پورته کول، د حاصلاتو زیاتوالی او د کرنیزو ضایعاتو کمول بلل شوی دی. دا سفر کولی شي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تخنیکي همکاریو، د علمي تجربو د لېږد او کرنیزو ظرفیتونو لوړولو ته زمینه برابره کړي.

بازدید معین زراعت و مالداری و هیئت همراهش از مراکز تحقیقاتی و ماشینری زراعتی در ترکیه
۱۱ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
هیئتی از وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان به سرپرستی مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری، در جریان سفر رسمی خود به کشور ترکیه از چندین مرکز تخصصی و پروژه‌های تحقیقاتی زراعتی این کشور بازدید نمود.
در جریان این بازدید، هیئت  وزارت زراعت امارت اسلامی افغانستان  با مسئولان بخش زراعت ترکیه دیدار و گفت‌وگو کرده و روی گسترش همکاری‌ها در عرصه تحقیقات، بهبود تخم‌های اصلاح‌شده و تکنالوژی‌های مدرن زراعتی بحث و تبادل نظر کردند.
همچنان، معین زراعت و مالداری به همراه هیئت همراهش از ماشینریهای زراعتی دیدن نموده و با سیستم‌های پیشرفته درو، خصوصاً ماشین‌های مدرن درو محصولات گندم و جو، آشنا شدند. این ماشین‌ها که ظرفیت برداشت در زمان کوتاه و با هزینه کمتر را دارند، مورد توجه هیئت افغان قرار گرفت.
هدف این بازدیدها، استفاده از تجارب کشور ترکیه در بخش مکانیزه‌سازی زراعت، افزایش حاصلات و کاهش ضایعات زراعتی عنوان شده است. این سفر می‌تواند زمینه همکاری‌های تخنیکی، انتقال دانش و ارتقای ظرفیت‌های زراعتی میان دو کشور را بیشتر فراهم سازد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۵۹
Background image

د امارتي ادارو د ویاندویانو همغږۍ غونډه کې د کرنې وزارت د ویاند ګډون

۱۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس او یاند، مولوي شیر محمد حاتمي، د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي ویاند. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۳۶
Background image

لغمان کې پر یوشمېر بزګرانو د اصلاح شويو جوارو تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیوایف‌پي» په مالي ملاتړ او د افغانستان د نابینایانو مؤسسې«اې‌بي‌ام» په تخنیکي همکارۍ، د لغمان ولایت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۳۴
Background image

د نورستان دکرنې ریاست چارواکي د کرنې او خوړو نړۍوالې ادارې مسؤلینو سره د راتلونکو پروژو په اړه خبرې وکړې

د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» د ختیځ زون مسؤلینو د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له سرپرست، ډاکټر بختیار سعید سره وکتل او د کرنې او مالدارۍ. . .

بازگشت