د کرنې او مالدارۍ مرستیالۍ تر چتر لاندې ریاستونو سره ددې معینیت اداري غونډه دائر شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۶ - ۱۶:۸
د کرنې او مالدارۍ مرستیالۍ تر چتر لاندې ریاستونو سره ددې معینیت اداري غونډه دائر شوه

۶ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیالۍ مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ او د کرنې او مالدارۍ مرستیالۍ تر چتر لاندې ریاستونو رییسانو په شتون کې ددې مرستیالۍ اداري غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې چې د کرنې وزارت د ترویج، څېړنو، مالدارۍ، حیواني روغتیا او بدیل معیشت ریاستونو د رییسانو په حضور کې جوړه شوې وه، د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د یادو ریاستونو د کړنو او لاسته راوړنو راپور واورېدل  او د ۱۴۰۳ کال د پلانونو په اړه یې خبرې وکړې.
په دې غونډه کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بودجې په لګولو، د ستونزو په حل، د ولایتونو له ریاستونو او د همکاریو مؤسسو سره د لا ښه اړیکو په برابرولو ټینګار وکړ.
په همدې حال کې حاضرو رییسانو په مرکز او ولایتونو کې د روان کال په ترڅ کې د خپلو فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او د ستونزو د حل په موخه یې خپل نظریات او حل لارې شریکې کړې تر څو په راتلونکو کلونو کې له دې ستونزو سره مخ نه شي.

جلسه اداری معینیت زراعت و مالداری با ریاست‌های تحت اثر آن معینیت دایر شد 
۶ حوت ۱۴۰۲ هـ.ش
جلسه اداری معینیت زراعت و مالداری وزات زراعت، آبیاری و مالداری به رهبری مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری و با حضور رئسای ریاست های تحت اثر معینیت متذکر برگزار شد.
مولوی صدارعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت در این جلسه که با حضور  با روساء ریاست‌های ترویجی، تحقیقاتی، مالداری، صحت حیوانی و معیشت بدیل وزارت زراعت دایر گردیده بود  و گزارش کارکردها و دستاورد های ریاست های متذکره در سال جاری را استماع نموده  و در مورد برنامه‌های سال ۱۴۰۳ صحبت نمود.
در این جلسه معین  زراعت و مالداری بر هماهنگی، مصرف بودجه، رفع مشکلات، تامین ارتباط بهتر با ریاست‌های ولایات و موسسات همکاری تاکید نمود.
 در همین حال روساء حاضر پیرامون فعالیت‌های‌امسال شان در مرکز و ولایات  صحبت نموده و در راستای حل مشکلات نظریات و راه حل های‌شان را شریک نمود تا در سال‌های آینده به این مشکلات مواجه نشوند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت