د کابل بګرامي کې دوه زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او سره ووېشل شوه

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۱۳:۲
د کابل بګرامي کې دوه زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او سره ووېشل شوه


١٩ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
٧ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د کابل په بګرامي ولسوالی کې د کرنیزو چارو عمومي مدیریت د پکو مؤسسې په همکارۍ دوه زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه، توره او سپینه سره ووېشله. 
د بګرامي د کرنیزو چارو عمومي مدیریت مسؤلینو ویلي، چې په دې پروسه کې هر بزګر ته ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلوګرامه توره سره او ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره ووېشل شوه. 
د دې پروژې موخه د کرنې د پرمختګ او د بزګرانو د حاصلاتو زیاتول دي، چې د پکو مؤسسې په همکارۍ ترسره کېږي. بګرامي ولسوالۍ یو له هغو سیمو څخه ده چې کرنیز فعالیتونه پکې زیات دي، او دا ډول پروژې کولای شي د بزګرانو اقتصادي وضعیت باندې مثبت اغېز وکړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۰:۱۷
Background image

د کندهار پنجوايي ولسوالی کې بزګرانو او مالدارانو ته د سپما او خپلمنځي ملاتړ روزنیز پروګرام پیل شو

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو په پایله کې، د اسلامي هوساینې مؤسسې (آی. آر) په مالي ملاتړ او د پنجوايي ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر څارنې لاندې، د یادې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۰:۱۴
Background image

د خوست مرکز او شاه ولیکوټ ولسوالی کې یوشمېر بزګران وروزل شول

د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې ددې ولایت د مرکز او شاه ولیکوټ ولسوالی کرنیزو چارو عمومي مدیریت کارمندانو له لوري په مسلکي او فني ډول د شولو ننداریزو کروندو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۰:۸
Background image

لوګر کې کروندګرو ته ۶۵ شنې خونې جوړېږي

د لوګر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د دې ولایت په مرکز پُلعلم او څلورو ولسوالیو کې کروندګرو ته ۶۵ شنې خونې جوړېږي.
ددې پروګرام په لړ کې ۲۲ بابه شنې خونې د لوګر. . .

بازگشت