د پکتيا دکرنې رياست:د منډه هېر سيمې د قراردادي شرکت چارې و ارزول شوې

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۸ - ۱۶:۱۱
د پکتيا دکرنې رياست:د منډه هېر سيمې د قراردادي شرکت چارې و ارزول شوې


۱۸ زمری ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۱ محرم الحرام ۱۴۴۴ ه‍.ق
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست په مقام کې د منډه هېر سيمې د سیلانیانو لپاره د لومړنيو اړتياوو د برابرولو په موخه د ټاکل شوې کميټې غړو د قراردادي شرکت د چارو د ارزونې ناسته د ياد رياست د رييس الحاج مولوي عبدالروف سعيد په مشرۍ ترسره شوه.
په ياده ناسته کې د کميټې د‌ غړو له لورې په سيمه کې د قراردادي شرکت پر نيمګړتياوو او د سیلانیانو پر شکایتونو د بحث ترڅنګ د قرارداد په تمديد هم خبرې وشوې.
په پای کې د کميټې غړو د قراردادي شرکت قرارداد پينځه ورځې تمديد او د يادو پينځو ورځو په جريان کې به د ټاکل شوې کميټې له لورې د قراردادي شرکت ټولې چارې ارزيابي او له ارزونې وروسته به د زيات وخت لپاره د قرارداد د تمديد په اړه تصميم ونېول شي.
د يادولو وړ ده، چې ياده سيمه د لنډې مودې لپاره په قرارداد ورکړل شوې، ترڅو په سيمه کې سیلانیانو ته لومړنۍ اړتياوې برابرې شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه ترسره شوه

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني دکرنې رییس د ده‌یک ولسوالی ولسوال سره وکتل

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب ددې ولایت د ده‌یک ولسوالی له ولسوال مولوي غلام حیدر طه سره په کتنه کې په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۲۸
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون کې د غرفې په نیولو سره خپل تولیدات خرڅ کړئ

ټاکل شوې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست له‌خوا د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د ۱۴۰۵ ام لمریز کال د غویی میاشتې له ۲ تر ۵ نېټې. . .

بازگشت