د پلان لوی رییس د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې او ددې ادارې د همکارو مؤسسو له چارواکو سره وکتل 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۷ - ۱۰:۱۰
رییس عمومی پلان با مسوول برنامه پیشرفت و توسعه ملل متحد و موسسات همکار آن دیدار کرد

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پالیسۍ لوی رییس مولوي عبدالغفور د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې د پرمختګ یا د ملګرو ملتونو د رغونې برنامې مسوول او دغه راز د اکشن اېډ، پاملرنه او سولې ریښې مؤسسو له چارواکو سره په کتنه کې پر یوشمېر موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
 د کرنې وزارت د پلان او پالیسۍ لوی رییس مولوي عبدالغفور په دې غونډه کې وویل: «د کرنې وزارت به تل ستاسو همکار وي، د پروژو د تطبیق په برخه کې به لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او د همکارۍ هوکړه لیک به لاسلیک کړي.»
په همدې حال کې د پلان او پالیسۍ لوی ریاست سلاکار حسن خان عزیز د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د ستونزو، اسانتیاوو، د مؤسساتو د کاري بهیر او د اسلامي امارت د پالیسۍ، د پروژو او پلانونو د موثریت او اغېزمنتوب او د مؤسسو د پلانونو په اړه خبرې وکړې او د پروژو په روڼتیا او اغېزمنتوب یې ټینګار وکړ.
په دې کتنه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې د پرمختګ برنامې مسوول سریک ناټ میسرا، د اکشن اېډ مؤسسې رییس ویډسټ ګټبوکا او د سولې رېښې مؤسسې رییس وربرټ جوکوبي  او د پاملرنې مؤسسې رییس رشما عظمي د نیمګړو پروژو د بشپړېدو، د نویو پروژو د کاري بهیر، د دغو مؤسسو د پلانونو او پروګرامونو، د فعالیت سیمې او د کرنې وزارت سره د همغږۍ په اړه خبرې وکړې.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ملي او نړیوالو ادارو ته د لنډ مهاله، اوږدمهاله او بیړنیو پروژو د پلي کولو زمینه برابره کړې او له دوی سره همکاري کوي.

رییس عمومی پلان با مسوول برنامه پیشرفت و توسعه ملل متحد و موسسات همکار آن دیدار کرد
مولوی عبدالغفور رییس عمومی پلان و پالیسی وزارت زراعت، آبیاری  و مالداری با مسوول برنامه پیشرفت و توسعه ملل متحد یا برنامه عمران ملل متحد  و موسسات اکشن اید ، پاملرنه و ریشه‌های صلح دیدار و گفتگو کرد.
مولوی عبدالغفور رییس عمومی پلان و پالیسی وزارت زراعت در این دیدار گفت:« وزارت زراعت همکار همیشه‌گی شما خواهد بود تسهیلات لازم را برای تطبیق پروژه‌ها فراهم نموده و تفاهم نامه همکاری را امضا می‌نماید.»
در همین حال حسن خان عزیز مشاور ریاست عمومی پلان و پالیسی در مورد چالش‌ها، تسهیلات، روند کاری موسسات و پالیسی امارت اسلامی، موثریت و مفیدیت پروزه‌ها و پلان موسسات در راستای زراعت و مالداری صحبت نموده و بر روند شفافیت و موثریت پروژه‌ها تاکید کرد.
 سریک نات میسرا (Srikanata misra ) مسوول برنامه پیشرفت و توسعه ملل متحد در افغانستان، ویدست گتبوکا (Vidaste Gatebuka) رییس موسسه اکشن اید  روبرت جوکوبی (Robert Jacobi) رییس موسسه ریشه‌های صلح و  رشما عظمی (Rashma Azmi) رییس موسسه پاملرنه در این دیدار روی تکمیل‌سازی پروژه‌های ناتکمیل شده، روند کاری پروژه‌های جدید، پلان و برنامه‌های این موسسات، ساحه فعالیت و هماهنگی با وزارت زراعت صحبت نمودند.
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به منظور تطبیق پروژه ها کوتاه مدت، دراز مدت و اضطراری زمینه را برای موسسات ملی و بین‌المللی مهیا نموده و همکار با آن‌ها می‌باشد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت