د هلمند نهرسراج ولسوالی کې لسګونه بزګران وروزل شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۴:۵۲
د هلمند نهرسراج ولسوالی کې لسګونه بزګران وروزل شول

۱۹وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امریت اړوند د بوټو ساتنې عمومي مدیریت له لوري د نباتي ناروغیو د مخنیوي کمپاین په دوام د نهرسراج ولسوالی کروندګرو ته د جوارو د ناروغیو او افتونو د کنټرول په اړه عملي لارښوونې ورکړل شوې.
کروندګرو ته د فنګسي ناروغیو لکه د پاڼو داغونو او خاکسترک د پېژندنې او مخنیوي لارې، د اقتصادي زیان رسوونکو افتونو لکه د تنې چینجي او کنې د کنټرول څرنګوالی، د کتاري کرنې ګټې، کرنیز تناوب، د هرزه ګیاوو پر وخت مخنیوی او د وقایوي درملو د کارونې سپارښتنې وشوې.
همداراز ټینګار وشو چې بزګران دې د حیواني سرو، کمپوست او شنو سرو څخه زیاته ګټه واخلي، د بې ځایه کیمیاوي سرو او درملو له استعمال ډډه وکړي، او د منظمې او څاڅکې اوبولګولو سیستمونه وکاروي.
کروندګرو د ورکړل شوو لارښوونو هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه، چې په خپلو کروندو کې به یې عملي کړي، چې تمه ده د حاصل د زیاتوالي او اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لامل شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۴:۲۹
Background image

پنجشېر کې د لوبیا حاصلات زیات شوي 

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د پنجشېر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اعلان کړی، چې په روان کال کې د دې ولایت د لوبیا حاصلات د تېر کال په پرتله پنځه سلنه زیات شوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۱:۲۳
Background image

میدان وردګو کې د ګیلاسو حاصلات ډېر شوي 

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، چې په روان کال کې له دې ولایت څخه له ۲۰۴۰ متریک ټنه زیات دګیلاسو حاصلات ترلاسه شوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۱:۱۱
Background image

د وچکالۍ پر وړاندې د اسلامي امارت عملي ګامونه؛ روزګان کې د درې میلیونه افغانیو په ارزښت د چک ډېم چارې پیل شوې

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځانګړې بودیجې په لګښت د روزګان ولایت د ترینکوټ اړوند د ناقیل په سیمه کې د اوبو د مهار او د وچکالۍ د. . .

بازگشت