د هلمند د تکثیري فارم ۶۲۰ جریبه ځمکه کې د غنمو اصلاح شوي تخمونه وکرل شول

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۸ - ۱۵:۲۸
 د هلمند د تکثیري فارم ۶۲۰ جریبه ځمکه کې د غنمو اصلاح شوي تخمونه وکرل شول

۱۸لېندۍ ۱۳۹۸
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ریاست اړوند د ګوهرګین د تکثیري فارم په ۶۲۰ جریبه ځمکه کې د بنیادي او تصدیقي تخمونو دتولید په پار د غنمو اصلاح شوي (بریډر) تخمونه د فني او مسلکي کارکوونکو تر څار او نظارت لاندې کرلي دي.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې د نوموړو تخمونو حاصلات به وروسته هلمند کې خصوصي سکټور ته په واک کې ورکړل شي او یاد سکتور به ددې ادارې د کړنلارې له مخې دغه تخمونه په خپلو ځمکو کې کري، د کرلو له پیله بیا تر رفع حاصل پورې یې ټولې چارې د کروندو د څېړنې موظفو کارمندانو لخوا تر څېړنې او ارزونې لاندې نیول کیږي او وروسته د لابراټوار د تجزې څخه به صحي او روغ تخم ته تایید او سرټفکټ ورکول کيږي.
له یادو ټولو فني پړاوونو وروسته نوموړي تخمونه بزګرو ته په واک کې ورکول کیږي، ترڅو ځمکوال سالم تخم وکري او ښه حاصلات ورڅخه لاسته راوړي.
د هلمند د کرنې ریاست په پام کې لري، چې هلمند کې د بېلابېلو تخمونو د اصلاح، ترویج او تکثیر په برخه کې کار وکړي ترڅو له مخې یې د ځمکوالو او کروندګروحاصلات لوړ او د قناعت وړ عاید ترلاسه کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت