د هلمند باباجي ولسوالی په مېله بازار کې د حیواني او کرنیزو درملو  پېر -پلور څارنه وشوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳۰ - ۱۰:۲۵
د هلمند باباجي ولسوالی په مېله بازار کې د حیواني او کرنیزو درملو  پېر -پلور څارنه وشوه

٣٠ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
٨ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت م لخوا په هېواد کې د کرنیزو او حیواني درملو د پېر او پلور لپاره د یوې ځانګړې کړنلارې له مخې شرایط وضع شوي دي، په همدې موخه  دعامه پوهاوی دغه پروسه په ټول هېواد کې ترسره کېږي.
په همدې موخه د هلمند د ولایت  مقام او اړونده ادارو سره په همغږۍ د مرکز لښکرګاه په ګډون په ټولو ولسوالیو کې ياده پروسه پلي شوې ده.
د یادې پروسې په تعقیب د باباجي ولسوالی په مېله بازار کې د یادو درملو پلورنکو هټۍ والو ته سپارښتنې وشوې تر څو په راتلونکي کې په یادو بازارونو کې دغه کاروبار په ټپه ودروي.
ددې پروسې موخه دادی ترڅو په بزګرو او مالدارو بې کیفیته، تر وخت تېر او بیله رسمي جواز لیک څخه حیواني او کرنیز درمل ونه پلورل شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د غزني اسفندې صنعتي پارک لپاره ۱۱۰۰ جریبه ځمکه وسپارل شوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولایت د اسفندې صنعتي پارک سیمه، چې شاوخوا (۱۱۰۰٫۳۳) جریبه ځمکه په بر کې نیسي، د امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د حکم پر بنسټ د صنعتي پارک د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۱۴
Background image

د څړځایونو د پراخېدو او د دښتو د زرغونتیا له امله به روان کال د مالدارۍ حاصلات ډېرشي

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، شمالي ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال وویل، چې د څړځایونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۶
Background image

پکتیا کې سلګونو بڼوالو سره د بڼوالۍ اړوند توکو مرسته وشوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د اړیکو دفتر  له لوري د دې ولایت په روحاني بابا او زرمت ولسوالیو کې پر ۴۴۹ بڼوالو د. . .

بازگشت