د ننګرهار کانال شرکت کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړو زمینه برابره شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۶ - ۱۳:۴۷
د ننګرهار کانال شرکت کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړو زمینه برابره شوې

۱۶ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۸ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې ددې شرکت اړوند بېلابېلو فارمونو او بڼونو کې دکرنې او وټرنرۍ برخې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې ده.
په همدې موخه د ننګرهارکانال شرکت د مالدارۍ فارم مسوولینو د بامیان پوهنتون وترنرۍ پوهنځی د درېیم، څلورم او پنځم ټولګيو زده کړیالانو ته د خپلو برنامو کړنو، روانو کارونو په تړاو بشپړ مالومات ورکړه او دویته يې د نږدې لېدنې زمینه برابره کړه.
د چارواکو په خبره د بامیانو پوهنتون د وترنرۍ علومو پوهنځی د درېیم، څلورم او پنځم کال زده کړیالانو د خپلو استادانو په ملتیا د ننګرهارکانال شرکت د مالدارۍ فارم څخه له نږدې علمي او عملي ليدنه ترسره کړه.
ددې فارم د بېلابېلو برخو په تړاو او په فارم کې د ټولو شته امکاناتو او مالدارۍ سيستمونو، تغذيه، د غواګانو د مختلفو نسلونو پيژندنه، د فارم د صحي خدماتو، توليداتو او نورو برخو په تړاو د شته ډاکترانو، پرسونل له لورې بشپړ معلومات ورکړل شوه.
راغلو ټولو زده کړیالانو او ددوی استادانو د ننګرهارکانال شرکت د رهبرۍ نه مننه وکړه، چې ورته يې اسانتیاوې برابرې کړې، تر څو دوی د مالدارۍ فارم څخه له نږدې لېدنه وکړي.
دوی زیاته  کړه، چې داسې علمي سفرونه د تيوري درسونو تر څنګ عملي ساحه کې هم لازيات ګټور تمامېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۶:۰
Background image

کابل کې د امام ابوحنیفه د ملي او نړۍوال نندارتون په پرانیسته کې د کرنې وزیر ګډون

۲۶ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د امام ابو حنیفه د څلورم ملي او نړۍوال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې چې د کابل په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۵:۴۱
Background image

کندز کې پر یوشمېر مالدارانو د څارویو د خوراکي توکو وېش تر سره شو


۲۶ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د «داکار» دفتر په همکارۍ او د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د کندز د مرکز او چهاردرې ولسوالۍ ۱۴۰ تن مالدارانو ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۴:۳۳
Background image

د هلمند نوزاد کې یو چکډېم جوړ او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د نوزاد ولسوالی په غوریانو سیمه کې یو چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد. . .

بازگشت