د ننګرهار چپرهار کې پر سلګونو بزګرانو د لوبیا اصلاح شوي تخم وېش لړۍ پیل شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۶ - ۱۱:۵۹
د ننګرهار چپرهار کې پر سلګونو بزګرانو د لوبیا اصلاح شوي تخم وېش لړۍ پیل شوه

۶ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۷ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د چپرهار ولسوالی پر ۱۰۰۰ بزګرانو د لوبیا اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرو وېشل لړۍ پیل کړی دی.
د ننګرهار دکرنې رییس مولوی محمد ولي محسن وویل، چې ددې مرستې په ترڅ کې هر بزګرته ۱۲ کیلوګرامه د لوبیا اصلاح شوي تخم، ۲۵ کیلو توره او ۲۵ کیلوګرامه سپینه سره ورکول کېږي.
د ښاغلي محسن په خبره دا صلاح شوی تخم په کر سره به ياده ولسوالۍ کې د لوبیا په حاصل کې د پام وړ زياتوالی راشي.
د لوبیا د اصلاح شوي تخم د وېش موخه، د بزګرانو ملاتړ، د لوبیا ترویجول او د خوړو خوندیتوب رامنځته کول دي.

تازه ترین اخبار

جمعه ۱۴۰۴/۹/۷ - ۱۲:۱۸
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د روسیې د کرنې له وزیر سره وکتل

٧ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش

٧ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
 د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري، چې د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د روسیې هېواد مسکو ښار ته. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۷ - ۱۲:۱۵
Background image

د کرنې وزارت لخوا د افغانستان برېښنا شرکت ته ځمکه ولېږدول شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعيد او د افغانستان برېښنا شرکت د مالي رييس مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۳:۳۱
Background image

پکتیکا کې د ځنګلونو د بیا رغونې په پار د چهارمغزو او سرسبزۍ پروژه عملي کېږي


۶ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د پکتیکا ولایت د کرنې ریاست د قدرتي سرچینو آمریت لپاره د ځنګلونو د بیا رغونې په موخه د. . .

بازگشت